Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولین: د ځمکې برخه کې له ستونزو سره مخ یو

ننګرهار کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولین: د ځمکې برخه کې له ستونزو سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/20

ننګرهار کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولین له سرپرست حکومته د ځمکې د ورکړې غوښتنه کوي.

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو استازي چې په یوه ناسته کې سره راټول شوي وو، له حکومته غوښتنه کوي، چې د ځمکو د ورکړې په برخه کې ورسره لازمه همکاري او مرسته وکړي.

یاد استازي که څه هم په تحصیلي برخه کې د سرپرست حکومت له همکارۍ خوښ دي خو وايي، لا یې هم پر وړاندې په ځېنو برخو کې ستونزې شته، چې د حل غوښتنه یې کوي.

د خصوصي پوهنتون استازی شهاب الدین افغان وايي: « د لوړو زده کړو وزارت او په ځانګړې توګه بیا له اسلامي امارته غواړو چې خصوصي موسسو او پوهنتونونو ته ځمکې ورکړي، ځکه غټه ستونزه چې دوی ورسره مخ دي هغه د ځمکو ستونزه ده او دا د معیارونو غوښتنه هم ده.»

د خصوصي پوهنتون استازی خوشحال جواد وايي: « حکومت ته په کار دي چې په اقتصادي او نورو برخو کې د خصوصي پوهنتونونو ځانګړی ملاتړ وکړي، ترڅو دوی هم خپله پانګونه زیاته کړي.»

په ورته مهال د ننګرهار پوهنتون مسوولین په دغه ولایت کې د شته خصوصي تحصیلي بنسټونو هڅې او سالم رقابت ستايي او ډاډ ورکوي، چې اړتیا ته په کتو به له دوی سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

د ننګرهار پوهنتون مرستیال احسان الله ناصح وايي: « د ننګرهار پوهنتون رهبري او استادان چې د څېړنې په برخه کې  کافي تجربه لري، د تضمین کیفیت په برخه کې د ننګرهار پوهنتون هغه استادان چې کافي تجربه لري، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دوی ټول  به له تاسو سره همکاري کوي.»

ننګرهار کې په خصوصي برخه کې لسګونه د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسې او پوهنتونونه شته، چې هر کال ترې زرګونه محصلین فارغېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist