Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سرپرست حکومت چارواکو د افغان – ټرانس پروژه کې شریکو هېوادونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

د سرپرست حکومت چارواکو د افغان – ټرانس پروژه کې شریکو هېوادونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/19

د پاکستان او اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیران د مل پلاویو په ګډون کابل ته راغلي او د اسلامي امارت د رییس الوزرا په شمول يي له بېلابېلو چارواکو سره لیدلي او په ګڼو موضوعاتو يي بحث او خبرې کړې.

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، ريیس الوزرا د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره په لیدنه کي د دواړو هېوادونو په سیاسي، اقتصادې او امنیتي موضوعاتو بحث کړی او دواړو لوریو یو بل سره د بشپړې همکارۍ ژمنې کړې.

چارواکي وايي، ملا محمد حسن اخوند اوزبېکستان د هغو هېوادونو له ډلې یاد کړی چې له پیله تردې مهاله له افغانستان سره د یوه ښه همکار په توګه پاتې شوی.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « رییس الوزرا د اوزبېکستان پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو اړیکې یې تاریخي، لرغونې او د متقابل احترام پر بنسټ وبللې. د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزیر محترم بختیار سعیدوف، د جمهور رییس ښاغلي شوکت میرضیایوف سلامونه او نیکې هیلې رییس الوزرا او افغان ملت ته وړاندې کړې. نوموړي وویل، نن د افغانستان او اوزبېکستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده. د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ سیاسي مشورتي ملاقات وشو او د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیزه تفاهم لیک هم په کابل کې لاسلیک شو.»

د اسلامي امارت رییس الوزرا زیاته کړې، اوزبېکستان درک کړې چې ستونزې په تګ راتګ او تفاهم حل کېږي او له اسلامي امارت سره یې نېک تعامل غوره کړی.

په ورته مهال، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي هم د پاکستان او اوزبېکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره  درې ‌اړخیزه مشورتي ناسته کړې او د سیمه ییز اتصال، اقتصادي همکاریو او ګډو ګټو پر پراختیا يي ټینګار کړی.

متقي په دې غونډه کې ویلي، د افغان- ټرانس پروژه درې واړو هېوادونو ته مهم فرصت دی، خو د هغې د بریا لپاره دوامداره او صادقانه همکاري اړینه ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « دغه راز په دې درې اړخیزه ناسته کې د اوزبېکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څرګنده کړه چې حکومتونه یې په افغانستان کې د تل پاتې ثبات، پرمختګ او سیمه ییز اتصال د پروژو بشپړ ملاتړ کوي او غواړي چې افغانستان د سیمې هېوادونو د نښلوونکي هېواد محورې رول ولوبوي.»

بله خوا، د  سیاسي چارو شنونکي له یادو هېوادونو سره اړیکې مهمې بولي وايي، د افغان – ټرانس پروژه د درې واړو هېوادونو لپاره مهمه او حیاتي پروژه ده.

د دوی په خبره، په دې وروستیو کي د سرپرست حکومت او نړیوالو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امینتي اړیکې پیاوړې شوې دي او غوښتنه کوي چې د سیمې هېوادونو په شمول دې له نورو هېوادونو سره هم اړیکې پیاوړې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « د ټرانس – افغان تر نامه لاندې دا مهمه پروژه او د روغونې لپاره یې د هوکړه لیک لاسلیک کېدل، یو ښه پرمختګ دی او له دې سره به افغانستان په ریښتینې توګه د سیمې لپاره د یوه څلور لارې او یوه ټرانزیټي هېواد په توګه دنده ترسره کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « له افغانستان سره د پاکستان ژمنې داسې دي چې موږ پرې اعتبار نه شو کولی. دوی دروغ وايي، فرېب او دوکه کوي او د افغانستان له هر نظام سره یې دوکه او ظلم کړی.»

د مسوولینو په خبره، د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي او د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ د امکان سنجونې هوکړه ‌لیک لاسلیک يي یو مهم پرمختګ بللی.

سراج الدین حقاني دا هوکړه ‌لیک د درېیو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراخېدو لپاره بنسټیز ګام بللی.

همدا رنګه، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاریخي اړیکو او ښه ګاونډیتوب پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سیاسي تفاهم په برخو کې د دوامداره او رغنده همکاریو هیله وښوده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist