Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ازموینو ملي اداره: د کانکور ازموینه به د غبرګولي په لومړۍ اوونۍ کې پيل شي

د ازموینو ملي اداره: د کانکور ازموینه به د غبرګولي په لومړۍ اوونۍ کې پيل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/28

د ازموینو ملي ادارې چارواکي وايي، د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه به د راتلونکې غبرګولي (جوزا) میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پیل کړي او دغه ازموینه به په پنځو  پړاوونو کې واخیستل شي.

د دې ادارې چارواکو په خبره، د يادې ازموينې په لومړي پړاو کې به ۱۱ ولایتونه میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او دایکنډي ګډون ولري.

په دویم پړاو ازموینه کې به ۱۱ولایتونه شامل وي چې د ننګرهار، خوست او کندهار په شمول ډېری یې ګرم سېر ولایتونه دي او د مهالوېش له مخې به په کې د کانکور ازموینه هم د غبرګولې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې واخیستل شي.

د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، درېیم پړاو ازموینه کې بیا ۱۰ ولایتونو شامل دي چې ازموینه به یې د چنګاښ (سرطان) میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې واخیستل شي او همدا راز څلورم او پنځم پړاو ازموینې به په کابل کې د همدې میاشتې په ۱۳ او ۲۰ نېټه واخیستل شي چې په دواړو پړاوونو کې به ۲۲ زره فارغان ګډون ولري.

د ازموینو ملي ادارې تخنیکي سلاکار یما امان وايي، په ټولیز ډول به په دغو پنځو پړاوونو کې د دولسم ټولګیو له ۱۰۲ زرو فارغانو ازموینه واخیستل شي چې په لومړي پړاو کې یې ۲۵ زره فارغان شامل دي.

امان په دې اړه وايي: « لومړۍ دورې ته زموږ د هغو فارغانو شمېر چې تر اوسه یې فورمې موږ ته رسېدلې دي، شاوخوا ۲۵ زره تنه دي، دویم دور لپاره ۲۹ زره تنه، د درېیمې دورې لپاره ۲۶ زره تنه دي. هغه داوطالبان چې په کابل کې یې خپلې فورمې سپارلې، ۱۷ زره تنه دي او د هغو داوطلبانو شمېر چې په کابل کې یې د وروستي دور لپاره فورمې سپارلې دي، شاوخوا ۵ زره تنه دي.»

د ازموینې ملي اداره د چارواکو په خبره، سږ کال د لوړو زده کړو لپاره د جذب کچه زیاته شوې او له ازموینې وروسته به لسګونه زره کسان لوړو زده کړو او همدا راز له ۳۳ زرو زیات فارغان به نیمه لوړو زده کړو ته جذب شي.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي: « موږ سږ  په ۱۴۰۴ کال کې ماسټرۍ پروګرامونو لپاره د ۳ زره کسانو د جذب ظرفیت لرو. د لېسانس پروګرامونو لپاره ۷۶ زره ۴۰۰ کسانو د جذب ظرفیت لرو. همدارنګه د نیمه لوړو زده کړو برنامو لپاره د ۳۳ زره ۵۵۰ کسانو د جذب ظرفیت لرو. په مجموع کې موږ ۱۱۲ زره ۹۵۰ کسانو د جذب ظرفیت لرو.»

د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کانکور ازموینه کې هم له نجونو ازموینه نه اخیستل کیږي.

 د ازموینو ملي اداره یې په اړه وايي، په دغه برخه کې نه ډکې شوې فورمې ورته راغلي او نه يې هم د جذبولو لپاره تخصيص مشخص شوی.

د ازموینو ملي ادارې تخنیکي چارو سلاکار یما امان په دې اړه وايي: « تاسو په دې خبریاست چې هرې ادارې د اناثو په اړه موږ ته فورمې استولې او ظرفیت یې څرګند و، موږ یې ازموینه اخیستې ده؛ خو دا چې ولې موږ د نجونو ازموینه نه اخلو، لامل دا دی چې نه یې موږ ته د نوم لیکنې فورمې راغلې او نه یې د ظرفیت اندازه.»

د ازموینو ملي اداره د روان ۱۴۰۴ کال د کانکور په ازموینه کې د روڼتیا او شفافیت ډاډ ورکوي او وايي، حق به حقدار ته وسپارل شي.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي: « ولس ته ډاډ ورکوو چې دغه امتحان به ډېر شفاف وي او ډېر سهولتونه به په کې وي. زموږ ځوانان به وکولی شي چې ډېر په سکون او اطمینان سره خپله ازموینه ورکړي.»

د ازموینې ملي ادارې مسوولین دغه راز وايي، د دوی د برابر کړي مهالوېش له مخې ټاکل شوې د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې د راتلونکې زمري (اسد) میاشتې پر لومړۍ نیټه اعلان شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist