• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ: افغانستان  بنګله دېش ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه 

کرېکټ: افغانستان  بنګله دېش ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/03

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په بنګله دیش  په دویمې او وروستۍ نړیوالې شل اوریزې  سیالۍ کې ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ د دواړو لوبډلو تر منځ مساوي شوه.

د بنګله دیش لوبډلې تر پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ وهنې پریکړه وکړه  او په ټاکلو ۲۰  اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په زیان سره افغان لوبډلې ته د ۱۱۵منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډې د دوو لوبغاړو په زیان سره یاد هدف پوره کړ او بنګله ‌دېش لوبډلې ته یې په اتو ویکټو ماته ورکړه.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې حضرت الله ځاځي او عثمان غني وکړې.

حضرت الله ځاځي په ۴۵ بالونو ۵۹ منډې وکړې او عثمان غني بیا په ۴۸ بالونو ۴۷منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی عظمت الله عمرزی شو، نوموړي په څلور اورونو کې ۲۲منډې ورکړې او د بنګله ‌دېش درې مهم لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله بنګله دیش ته تیره میاشت د درېیو یو ورځنیو نړیوالو او دوو د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره تللې وه.

د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ بنګه دیش دوه  یو بنګله دیش وګټله، خو  د ۲۰ اوریزو لړۍ بیا د دواړو لوبډلو تر منځ برابره شوه.

د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې افغانستان د ۲۰ اوریزو په لوبو کې اتم او بنګله دیش بیا ۹ ځای کې دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه
لوبې

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي
لوبې

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025

Discussion about this post

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist