د هرات تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې دا مهال شاوخوا ۴۵ سلنه پرمختلې دي. دا پروژه د ترکمنستان په همکارۍ د پنځه نیم میلیونه ډالرو په لګښت، پر درې نیم هکټاره ځمکې جوړېږي او موخه یې د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا، د توکو د لېږد رالېږد چټکتیا او د موټرو د بارولو او تخلیې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.
د هرات تورغونډۍبندر پراختیايي پروژې اجراییه مسوول، نصیر احمد وايي: « دغه پروژه پر ۳.۵ هکټاره ځمکې پلې کېږي چې په کې دوه سرپټي هنګرونه او د بارونو د تخلیې لپاره دوه سرلوڅي هنګرونه هم شامل دي.»
د ټولګټو وزارت مسوولان وایي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سوداګریزو فعالیتونو زیاتوالي لپاره د تورغونډۍ بندر ظرفیت لوړ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ به د سوداګرۍ او ټرانزیټ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د ټولګټو وزارت ناظر، فرهاد محمدي وايي: « د دې پروژو په پلي کېدو سره به د تخلیې او بارونې، صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي.»
د یادې پروژې د ساختماني چارو له پیل سره، له ۱۵۰ څخه زیاتو مسلکي او غیرمسلکي کارګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې.
یو شمېر کارګران د دې پروژې له امله د رامنځته شویو کاري فرصتونو هرکلی کوي او په هېواد کې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه لري.
د تورغونډۍ بندر اوسېدونکی، ملوک وايي: « ډېر خوښ یم چې خپل هېواد کې راته د کار زمینه برابره شوې. خدای دې زموږ هېواد را جوړ کړي، هیله لرو دا ډول نورې پروژې هم پلې شي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
د ټورغونډۍ بندر اوسېدونکی، اختر محمد وايي: « شاوخوا څلور میاشتې کېږي چې زه دلته په کار بوخت یم. زه له دې وړاندې په ایران کې وم او له هغه ځایه یې را وشړل؛ بیا راغلم دلته مې کار پيل کړ. اوس ډېر خوښ یم چې دلته په کار بوخت یم.»
د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د توکو د تخلیې او بارولو لپاره د ګدامونو، مجهزو سړو خونو او نورو اړینو تاسیساتو جوړول شامل دي.