د اذربایجان رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د نومبر میاشتې په ۱۷مه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز (CSS) یوه پلاوي د لومړي ځل لپاره اذربایجان ته سفر کړی او په پلازمېنه باکو کې یې د دې هېواد د نړیوالو اړیکو د تحلیل مرکز، استازو سره ګډه علمي او څېړنیزه ناسته کړې.
د اذربایجان د نړیوالو اړیکو تحلیل مرکز((AIR Center مسوولین وايي، اذربایجان ته د اسلامي امارت د استازي په دې لومړني سفر کې له کابل سره د باکو پر اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ ټینګار شوی.
د یاد مرکز د مدیره پلاوي مشر، افغانستان د اقتصادي همکاریو لپاره د سیمه ییزو هڅو یوه مهمه برخه بللې او د منځنۍ اسیا هېوادونو لېوالتیا ته په اشارې یې ویلي چې د څېړنیزو مرکزونو همکاري کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروژو زمینه برابره کړي.
د نوموړي په خبره، اذربایجان د درېیمګړو هېوادونو دریځ ته له پامللرنې پرته، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی.
ډاکټر فرید شفېع یوف زیاته کړې: « اذربایجان تل د دولتونو د حاکمیت، خپلواکۍ او د خپلواکو پرېکړو کولو له حق څخه ملاتړ کړی. د اذربایجان او افغانستان ترمنځ اړیکې ژورې تاریخي ریښې لري. نن به موږ د اقتصادي همکاریو پر اوسني وضعیت او راتلونکو فرصتونو او همدارنګه د درېیمګړو هېوادونو دریځونو ته له پاملرنې پرته، د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړو.»
په بهرنیو چارو وزارت کې د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز لا تراوسه د دې مرکز له ادرسه اذربایجان ته د کوم استازي د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو شنونکي وايي چې د اذربایجان او افغانستان ترمنځ اړیکې د سیمهییز اتصال، د انرژۍ او کانونو په برخه کې ګډې پانګونې او د ډېپلوماټیکو تعاملاتو د پراختیا له لارې په اغېزناک ډول پیاوړې کېدلی شي.
دواړه هېوادونه د تاریخي، فرهنګي او مذهبي مشترکاتو ترڅنګ، په خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا کې ګډې ګټې لري چې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یو پیاوړی بنسټ جوړوي.
د اقتصادي چارو شنونک، محمد عیسی مبارز وايي: « که چېرې په اقتصادي برخه کې له هر هېواد سره زموږ اړیکې ښې کېږي، د افغانستان پر اقتصاد، کورنیو تولیداتو او تجارت باندې دېر اغېز لري. همدارنګه، نور هېوادونه هم هڅوي چې له افغانستان سره تجارت وکړي. نو، د دې لپاره د ازربایجان منابع او تولیدات باید تر موږ ورسېږي او هغه څه هلته صادر کړو چې دوی ورته اړتیا لري.»
اذربایجان د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په فبرورۍ کې خپل سفارت په کابل کې په رسمي توګه پرانیست. اوس مهال د باکو او کابل ترمنځ ډېپلوماټيک تعامل له رسمي اړیکو پرته په لوړه کچه دی.