له پاکستان سره د خبرو اترو د بیا پيل په موخه، افغانستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډزي د هڅو له پیل وروسته، نوموړي تازه پاکستان ته د سفر پرمهال د سویس او ناروې له سفیرانو سره درې اړخیزه ناسته کړې.
په پاکستان کې د سویزرلنډ سفیر ویلي، افغانستان کې یې د روانو حالاتو او په سیمه یې د اغېزو په تړاو له ریچارډ لېنډزي سره خبرې کړې دي.
نوموړي باثباته افغانستان د سیمې په ګټه بللی، خو د دې لپاره یې د نړۍ دوامداره ښکېلتیا، د شریکانو ترمنځ نږدې همغږي او د سیمې له هېوادونو سره پرله پسې خبرې اترې اړتیا بللې دي.
پاکستان کې د سویزرلنډ سفیر، سټېفن رې ویلي: « باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی، خو دا څه د نړیوالې ټولنې دوامداره ښکېلتیا، د شریکانو ترمنځ نږدې همغږي او د سیمې هېوادونو اوږدمهاله خبرو اترو ته اړتیا لري.»
په ورته مهال، افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي هم د جدیت په شرط، په دې برخه کې د بریټانیا روانې کړې هڅې ګټورې بللې دي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې دواړه هېوادونه د یو بل ترمنځ له تاریخي او شخصي اړیکو په ګټنې، کولی شي د لندن پر دې ابتکار غور وکړي.
افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي: « که بریټانیا جدي وي، کولی شي په دې برخه کې ګټور رول ولوبوي. د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت چارواکي د تاریخي او شخصي دلایلو له کبله، د بریټانیا پر دې معتبر پیغام غور کوي.»
د نظر خاوندان هم پر پاکستان د بریټانیا د سیاسي نفوذ ژوروالي ته په کتو، افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي هڅو ته خوشبیني ښيي.
د دوی په باور، که لندن په ریښتیني ډول وغواړي، اسلاماباد له کابل سره خبرو اترو ته چمتو او کېنولی شي.
د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهم چکري وايي: « بریټانیا پر پاکستان بې نهایته زیات اغېز لري او که وغواړي کولی شي په ډېره اسانۍ پاکستان ته قناعت ورکړي چې له افغانستان سره د یوه خپلواک هېواد په توګه چلند وکړي.»
دا داسې مهال ده چې افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډزي درې ورځې وړاندې د روانې نوامبر میاشتې په ۱۴مه نېټه، د ریاست الوزرا د دفتر له رییس، ملا عبدالواسېع سره په انلاین ناسته کې، په دې موخه پاکستان ته د خپل رسمي سفر ترسره کولو خبر ورکړی و.
نوموړي ویلي و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د بېرته عادي کېدو په تړاو یې له دواړو خواوو سره خبرې اترې او سلامشورې هم کړې دي.