د مالیې وزارت وايي، د ایران انرژۍ وزارت چمتوالی ښودلی چې افغانستان ته دوه زره مېګا واټه عاجله برېښنا ولېږدوي.
د مالیې وزیر، محمد ناصر اخندزاده چې دا مهال په ایران کې په رسمي لیدنه بوخت دی ویلي، د ایران د انرژۍ له وزیر عباس علي ابادي سره لیدلي دي.
د مالیی وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د انرژۍ په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو، افغانستان ته د ایران د برېښنا پر لېږدولو، د برېښنا پر ټرانزیټ، د مسلکي ظرفیتونو پر لوړولو او نورو اړوند موضوعاتو خبرې کړې.
د مالیی وزارت ویاند ویلي، د ایران د انرژۍ وزیر عباس علي ابادي په ایران کې د انرژۍ د تولید لوړ ظرفیت ته په اشارې ټینګار کړی چې تهران افغانستان ته د دوه زره مېګاواټه برېښنا بېړني لېږد ته چمتو دی.
د مالیې وزارت ویاند، محبالله خطاب وايي: «د ایران د انرژۍ وزیر، محترم عباس علي ابادي د انرژۍ د تولید په برخه کې د ایران د لوړ ظرفیت یادونه وکړه او په افغانستان کې یې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، له نورو هېوادونو څخه د برېښنا د ټرانزیټ په برخه کې د پوره همکاریو ژمنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې که د افغانستان د برېښنا شبکه د توزېع لپاره چمتو وي؛ نو ایران بشپړ چمتوالی لري چي دوه زره مېګاواټه برېښنا سمدستي افغانستان ته ولېږدوي. ښاغلي علي ابادي له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې د مخکینیو قراردادونو د پر وخت تادیې له امله مننه وکړه او د برېښنا په برخه کې یې د مسلکي او تخنیکي همکاریو د یوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز وکړ.»
د مالیې وزارت ویاند دغه راز زیاتوي چې په دې لیدنه کې د ایران د انرژۍ وزیر، د انرژۍ په برخه کې د چارو د لا ښه پرمخ وړلو او څېړلو په موخه، د کابل او تهران ترمنځ د برېښنا په برخه کې د مسلکي او تخنیکي همکاریو لپاره د یوې ګډې کمېټې جوړولو وړاندیز هم کړی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده او ۶۳۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلې.
په دې راکړه ورکړه کې یوازې ۷۲ میلیونه ډالر ایران ته د افغانستان صادرات شوي او پاتې برخه یې له له ایران څخه توکي وارد شوي.
په ورته مهال، د چارو شنونکي د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ کچې ته په اشارې ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د صادراتو او وارداتو ترمنځ د انډول پر اصل لا ډېرې هڅې وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، نورالله عزیز وايي: « له هر هېواد سره د تجارت د بیلانس مطالعه کول او له هغوی سره تجارتي اړیکې پالل، تر ډېره حده په مارکېټ پورې اړه لري؛ یانې ښايي له ځینو هېوادونو سره مثبت وي او له ځینو نورو سره منفي. په ټوله کې، د تادیاتو بیلانس هغه څه دی چې ډېر وخت باید اقتصادي پلان جوړونکي او د هېواد په کچه پرېکړه کوونکي د مثبت اړخ لپاره پروژې پلې، معاملات ترسره او پانګونه جذب کړي.»
له دې سربېره، یو شمېر نور شنونکي په هېواد کې له طبیعي سرچینو څخه د برېښنا د تولید شته ظرفیتونو ته په کتو، ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د بهرنیو پانګونو پر راجلبولو او له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا او انرژۍ په تولید کې کار واخلي.
د اقتصادي چارو شنونکی، سید مسعود وايي: « ایران ته د افغانستان د مالیې وزیر ورتلل ډېر ارزښت لري او ترڅنګ یې د انرژۍ له پلوه د افغانستان د یوه ستر ضرورت پوره کول او د محصلینو د روزنې په تړاو قرارداد، له ارزښت خالي نه دي.»
شنونکي د کابل او تهران اړیکې ښې بولي او وايي، دغو اړیکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سواګرۍ او اقتصادي د پراخېدو ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه شاوخوا درې نیم میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.
همدغو فرصتونو ته په کتو، دواړه هېوادونه هڅه کوي چې خپله سوداګریزه راکړه ورکړه تر لسو میلیارد ډالرو ورسوي.