د افغانستان اسلامي امارت زعیم، شیخ الاسلام هبت الله اخندزاده، په کابل کې د فرمانونو د اغېزو څېړنو کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
اخندزاده په دې کنفرانس کې د مسلمانانو یوالی د علماوو مسوولیت وباله او زیاته یې کړه چې اختلافونه باید له منځه یوړل شي او د علماوو له لوري شریعت په پوره مانا تطبیق کړای شي.
شیخ الاسلام هبت الله اخندزاده زیاته کړې: « اصل مقصد دا دی چې د دې شرعي احکامو تطبیق وشي او اختلافونه ختم شي. په شرعي امورو کې امام، امیر او امارت ته شرعي ضرورت دی؛ دا کوم مادي ضرورت نه دی بلکې معنوي ضرورت دی. د مسلمانانو اتحاد او اتفاق د دې علماوو مسوولیت دی او دا علما به یې ساتي.»
د اسلامي امارت مشر ټینګار کړی چې علما باید د خپلمنځي یوالي ترڅنګ، د اسلامي امارت تر شا ودرېږي او کلک ملاتړ دې ترې وکړي.
هغه په هېواد کې د هر ډول فتنو له منځه وړلو په برخه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر کارکوونکو غوښتي چې په کلکه مبارزه وکړي او د فتنو له منځه وړلو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیارشي.
د اسلامي امارت زعیم زیاته کړې: « زموږ د خاص ځواک یوڅو ملایان مې را وغوښتل، همدارنګه د محکمې او د امربالمعروف مسوولین؛ له دوی سره مې آزاد مجلس کاوه او دا خبره مې ورته وکړه چې د فتنې په دفع کولو کې ځانونه قرباني کړئ، سر ورکړئ، شهیدان شئ. حالت همداسې دی چې زموږ امیرالمؤمنین امریکایانو په ډرون باندې شهید کړ او بدن یې ور وسوځاوه؛ زموږ دا یقین و چې د بل به هم سوځوي، زما به هم سوځوي، خو دا پروا نه کوي، زما بدن دې وسوځي خو دا مسلمانان دې له فتنې خوندي وي.»
د اسلامي امارت زعیم عمومي عفوې ته په اشارې، د اسلامي امارت یوازینی دښمن کفر بولي او دغه راز د کومې ډلې د نوم له اخیستو پرته وايي چې بهر مېشتي افغانان دې خپل هېواد ته راستانه شي، خو د فتنو جوړولو هڅې دې نه کوي.
شیخ هبت الله اخندزاده دغه راز زیاته کړې چې بهرمېشتي افغانان دې په خپل هېواد کې په سوله او امن کې ژوند وکړي او که د کار اهل وي، د حکومت په اډانه کې به ورته کار ورکړل شي.
شیخ هبت الله اخندزاده په دې اړه زیاته کړې: « زموږ له تاسو سره قصدي دښمني نه وه بلکې زموږ دښمني له دې کافرانو سره وه، خو تاسو په څنګ کې ورسره روان واست. اوس چې کافران لاړل، له تاسو سره دښمني نه کوو، تاسو ته عفوه ده. راشئ خپل ژوند وکړئ، که حکومت غواړی، چوکۍ یا بل څه، هغه په استعداد او اهلیت ورکول کېږي او که تاسو یې اهل یاست، تاسو ته یې درکوم، خو په دې تاسو هم پوهېږئ چې نا اهلو کسانو ته چوکۍ ورکول، له ټول ملت سره ظلم دی.»
د اسلامي امارت زعیم دغه راز ویلي چې د شریعت پلي کول له اسلامي نظام پرته ناشوني دي او ټولې پالیسۍ د قرآنکریم په اساس جوړې شوې دي.
هغه دا هم روښانه کړه چې د قصاص او حدودو احکام یوازې د ده په امر سره تطبیقېږي.
په پای کې یوشمېر علماوو د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده لاسته راوړنو ته په کتو نوموړي ته د شیخ الاسلام لقب ورکړ.