د عامې روغتیا وزارت چارواکي د شکر ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې وايي، د شکر ناروغۍ نړیوال فډراسیون د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې شاوخوا۸۵۰ میلیون تنه په دې ناروغۍ اخته دي.
دوی د شکر ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې د دې وزارت د هڅو یادونه کوي.
د روغتیا وزارت چارواکي سپارښتنه کوي چې د سالمو خواړو خوړل، د بورې او غوړیو د مصرف کمول، فزیکي فعالیت، له سیګرېټو او نشهيي توکو ډډه کول هغه مهم ټکي دي چې د دې ناروغۍ په کنټرول او کمولو کې اغېز لري.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال ټینګار کوي چې په غیر ساري ناروغیو اخته کسانو ته د باکیفیته او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.
عبدالولي حقاني زیاتوي، په همدې موخه په هېواد کې د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي په برخو کې له نړیوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه شوې..
حقاني دغه راز وايي: « د شکر ناروغۍ پر وړاندې تر ټولو اغېزناکه لاره عامه پوهاوی، د سالم ژوند غوره کول، ژر تشخیص او پروخت درملنه ده. راځئ ټول په ګډه کار وکړو، خپلو کورنیو او ټولنو ته د سالم ژوند پیغام ورسوو، د شکرې ناورغۍ د عواملو په اړه پوهاوی زیات کړو او ناروغان وهڅوو چې د خپلې ناروغۍ د کنټرول لپاره په منظمه توګه روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.»
له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان استازی په ټوله نړۍ کې د شکر ناروغۍ د زیاتېدو یادونه کوي او وايي، په ۲۰۲۳ کال کې تر دوو میلیونو ډېرو کسانو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
نعیم الله ساپی وايي، افغانستان ته د نړیوالو مرستو کموالي د هېواد پر روغتیايي سکټور هم منفي اغېز کړی او ټینګار کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغۍ پر وخت تشخیص او درملنې برخه کې، د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د روغتیا نړیوال سازمان دغه استازي زیاته کړې: « د عامې روغتیا وزارت او روغتیايي شریکانو ګډې هڅې کولی شي خلکو ته د تشخیص، درملنې او مشورې اسانه او دوامداره خدمتونه برابر کړي. دا چې په افغانستان کې د روغتیا سرچینې محدودې دي، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په پیاوړي کولو، تر خطر لاندې کسانو د منظم سکریننګ، د تشخیصي امکاناتو پراختیا او د درملنې دوامداره لاسرسی، ځانګړی اهمیت لري. پر وخت تشخیص نه یوازې د ناروغانو ژوند ژغوري بلکې د روغتیايي سيسټم مالي بار هم کموي.»
د عامې روغتیا وزارت مسوولین په دې باور دي چې شکر یوازې یوه ناروغي نه بلکې په ټولنه کې یوه پراخه ننګونه هم ده.
دوی ټینګار کوي چې د دې ناروغۍ مخنیوی یوازې د عامې روغتیا وزارت مسوولیت نه دی بلکې ټولنه او هر وګړی د دې ناروغۍ په مخنیوي او کنټرول کې ونډه لري.
د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو مخنیوي او کنټرول عمومي رییس، احمدسیر پاڅون وايي: « دا ناروغي د انسان د ژوند پر کیفیت، کاري وړتیا، اقتصادي وضعیت او کورني ژوند مخامخ اغېز لري. که دا ناروغي پر وخت تشخیص او په سمه توګه کنټرول نه شي، د زړه او رګونو ناروغۍ، د پښتورګو زیان، د سترګو لید کمښت، د اعصابو ستونزې او د پښو زخمونو په څېر، جدي عوارض رامنځته کولی شي. له همدې امله، زموږ لیدلوری باید یوازې د ناروغۍ پر درملنه متمرکز نه وي بلکې د ناورغۍ پر مخنیوي، وختي تشخیص او دوامداره کنټرول ولاړ وي.»
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې یو شمېر ډاکټرانو هم ویلي چې د شته شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۲.۷ میلیون تنه په شکر ناروغۍ اخته وو.
د دوی په خبره، د عامه پوهاوي د لوړولو او شکر ناروغۍ د سم تشخیص په موخه باید د هېواد په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ شي.