Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي

لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/16

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي تېره ورځ د ریاست الوزرا مقام د دفتر رییس ملا عبدالواسع سره پرلیکه خبرې کړې دي.


دواړو خواوو له افغانستان سره د برېټانیا د مرستو او له پاکستان سره د ستونزو او اړیکو پر مسائلو غږېدلي.


ریچارډ لینډزي ویلي، د سیمې روان وضعیت له نږدې څاري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل او د اړیکو د عادي کولو په تړاو یې له ښکېلو خواوو سره لیدنې او سلا مشورې هم کړې دي.


نوموړي په نږدې راتلونکي کې پاکستان ته د سفر خبر ورکړی، ترڅو د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ شته ستونزو او ننګونو حل ته د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د ارګ خبرپاڼې یوه برخه:« ریچارډ لینډزي ویلي، په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د اړوندو موضوعاتو په اړه به د یاد هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي، ترڅو د شته ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم زمینه برابره شي.»


د ریاست الوزرا دفتر رییس ملا عبدالواسع د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو رغولو برخه کې د لندن هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې له نړۍ سره تعامل غواړي.


د نوموړي په خبره اوسنی حکومت د خبرواترو له لارې د مسایلو حل ته ارزښت ورکوي او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات ملاتړ کوي.


د اسلامي امارت مرستیال واند حمد الله فطرت وايي:« ملا عبدالواسع له افغانستان سره د برېټانیا د بشري مرستو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو د برېټانیا او نورو دوست هېوادونو د هڅو قدراني وکړه. نوموړي وویل چې اسلامي امارت د متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو او همکاریو غوښتونکی ده او د ستونزو پر سوله ییز حل ټینګار کوي.»


تر دې وړاندې قطر، ترکیې، سعودي عربستان، عربي متحده امارات او چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او د ستونزو د حل هڅې کړي؛ خو داسې بریښي چې پایلې یې د اړیکو د ناسم وضعیت دوام دی.


لاملونه یې د پاکستان هغه غوښتنې بلل کیږي چې ورته د رسېدو تمې لري؛ هغه څه چې افغانستان یې نه خپل مسوولیت او نه یې هم د ستونزو د رامنځته کېدو عوامل ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکي پر پاکستان د برېټانیا سیاسي نفوذ او تر ډېره ښو اړیکو ته په پام دا ځل دې ته خوشبیني ښيي چې نوې هڅې وکولای شي، د اړیکو موجوده کنګل مات کړي.


د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي:« د برېټانیا د ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي کولای شي چې د خبرو اترو بیا فعالولو او د دواړو لورو ترمنځ د باور جوړونې په برخه کې اغیزناک رول ولوبوي، ځکه برېټانیا له کابل او اسلام اباد دواړو سره د اړیکو د سیمه ییزو سیاسي معلوماتو او نړیوال ډېپلوماتیک نفوذ ظرفیت لري. د برېټانیا رول ځانګړی اهمیت په دې کې دی چې دغه هېواد له یوه لوري د درېځ د ملاتړ پر ځای د دواړو هېوادونو امنیتي اندېښنې په جلا او متوازن ډول ازولی شي.»


د شنونکو په باور، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې مثبت بدلون ته تمې هغه مهال راټوکېدلی شي چې مقابل لوری د دې ستونزې حل لپاره اراده ولري او یا د یوه بې طرفه با نفوذه منځګړی درېم جهت له لوري د مسالې حل ته وهڅول شي.


دا داسې مهال ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې له سیاسي او امنیتي ناندریو او کشالو وروسته تر بل هر وخت په خپل کړکېچن حالت کې دي او هرڅه پر ټپه درېدلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي
افغانستان

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026
۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي
افغانستان

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي
افغانستان

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي
افغانستان

پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د ظلمونو دوسیه د اروپا پارلمان ته وړي

نوومبر 12, 2026
عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري
افغانستان

عامې روغتیا وزارت لاهم په هېواد کې د بې کیفیته درملو له موجودیت اندېښنه لري

نوومبر 12, 2026
پوهنې وزارت: یونیسف او یونسکو دې افغانستان کې د زده کړو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي
افغانستان

پوهنې وزارت: یونیسف او یونسکو دې افغانستان کې د زده کړو په اړه هر اړخیزه ارزونه وکړي

نوومبر 12, 2026

وروستي خبرونه

لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي

لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي

نوومبر 16, 2026
د نومبر ۱۴ مه د شکرې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي نړیواله ورځ ده

د نومبر ۱۴ مه د شکرې ناروغۍ په تړاو د پوهاوي نړیواله ورځ ده

نوومبر 15, 2026
خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026
۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

۴۵ کاله مهاجرت؛ د بلخ یوه کنډواله کلي ته راستانه شوي کډوال د خدماتو غوښتنه کوي

نوومبر 12, 2026
بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

بغلان کې د یوه روغتون جوړېدو چارې بشپړې او د دوو نورو پیل شوې

نوومبر 12, 2026
د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

د روسیې لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی  کابل ته راځي

نوومبر 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist