د پوهنې وزارت د یونسکو او یونیسف د وروستي ګډ راپور په غبرګون چې ۵۳ سلنه ماشومان یې له زده کړو محروم بللي وايي، دا دې په مانا نه دی چې یاد افغان ماشومان له هر ډول زده کړو بې برخې شوي.
د دې وزارت مسوولین زیاتوي، په هېواد کې د ښوونځیو ترڅنګ، رسمي دیني مدرسې، د سواد زده کړې کورسونه، د چټکو زده کړو پروګرام(اېاېلپي) او د محلي زده کړو پروګرام (سيبيايي) یې هم فعال ساتلي.
د مسوولینو په خبره، د ښوونې په برخه کې نړیوال سازمانونه دې خپلې ارزونې د هر اړخیزه ښوونېزو مرکزونو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.
د پوهنې وزارت ویاند، ذبیح الله همت وايي: « دا په دې مانا نه ده چې دغه ټول ماشومان له هر ډول زده کړو بې برخې دي؛ ځکه به هېواد کې د ښوونځیو ترڅنګ، رسمي دیني مدرسې، د سواد زده کړ، چټکو زده کړو او سیمه ییزو زده کړو پروګرامونه هم فعال دي. له همدې امله، د ښوونیز وضعیت ارزونه باید د ټولو ښوونیزو لارو او پروګرامونو په پام کې نیولو سره، ترسره شي.»
د پوهنې وزارت ویاند دغه راز وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸ زره دولتي او خصوصي ښوونځي فعال دي چې څه باندې ۷.۶ میلیونه زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي او دغه راز په څه باندې ۲۰ زره دیني مدرسو کې نږدې ۲.۵ میلیون زده کوونکې زده کړې کوي.
د نوموړي په خبره، هغه ماشومان چې په ښوونځیو او مدرسو کې له زده کړو کولو پاتې دي، د سواد زده کړې، چټکو زده کړو او محلي زده کړو پروګرامونو له لارې یې زده کړې ترلاسه کړې او د همدې موخې لپاره یې په تېرو پنځو کلونو کې نږدې ۲۰ زره د سواد زده کړې کورسونه جوړ کړي چې سلګونه زره کسان ترې برخمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ښوونیزه، علمي او فرهنګي اداره(یونسکو) وايي، د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو دوام، کورنۍ بېځایه کېدنې او د کلونو په اوږدو کې د پوهنې په برخه کې د کافي پانګونې نه شتوالی، افغانستان د راتلونکو ښوونکو، روغتیايي متخصصینو او نورو مسلکي کادرونو د یوه بشپړ نسل له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ کړی.
په بېړنیو حالاتو کې د یونسکو د پوهنیزو پروګرامونو همغږې کوونکې، هدی جابریان په یوې تازه مرکه کې ویلي، پر نجونو او ښځو د زده کړو محدودیت یوازې په ښوونځیو او درسي ټولګیو اغېز نه کوي بلکې د افغانستان ټولنیز او اقتصادي راتلونکی هم له ننګونو سره مخ کولی شي.
مېرمن جابریان زیاته کړې: « که دا وضعیت دوام وکړي، افغانستان به د راتلونکو ښوونکو، روغتیايي متخصصینو او نورو مسلکي کادرونو د یوه بشپړ نسل له لاسه ورکولو له خطر سره مخ شي.»
د یونسکو او یونیسف د ۲۰۲۶ کال د ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې د لومړنیو زدهکړو عمر لرونکي ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي ښوونیز نظام څخه بهر دي او له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې تر ۲.۶ میلیون ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي.
په راپور کې راغلي، که څه هم د ۲۰۲۶ کال تر اکټوبر پورې شاوخوا ۵ زره او۳۰۰ ټولنیز ښوونیز ټولګي فعال وو او ۱۶۲ زره زدهکوونکو په کې زدهکړې کولې، خو دا پروګرامونه د رسمي او حضوري زدهکړو بدیل نه شي کېدای.
د پوهنې وزارت د هېواد په یو شمېر سیمو کې زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي ستونزې مني، خو په ټوله کې د زده کړو ایجاد شوي فرصتونه ستر پرمختګونه ګڼي چې افغان ماشومانو ته یې په بېلابېلو برخو کې د زده کړو اسانتیاوې چمتو کړې دي.