د اسلامي امارت او عزیزي ګروپ ترمنځ د بغلان پلخمري د ډبرو سکرو کان کیندنې او ترې د زر مېګاواټه برېښنا تولیدولو او دغه راز، د جوزجان جنګل کلان د ګازو استخراج او ترې د زر مېګاواټه برېښنا د تولیدولو قراردادونه لاسلیک شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دې قرارداد له مخې عزیزي گروپ مکلف دی چې د ډبرو د سکرو له کیندنې او د ګازو له استخراج وروسته، له هرې پروژې زره مېګاواټه برېښنا تولید کړي چې له دې سره به په هېواد کې د انرژۍ کمښت ستونزه حل شي.
دکانونو او پټرولیم وزیر، هدایت الله بدري وايي: « نن د پلخمري د ډبرو سکرو او د جنګل کلان د ګاز لرونکو ساحو د اکتشاف، استخراج او پراختیا په موخه، له عزیزي ګروپ سره د تړون لاسلیکولو شاهدان یو. قراردادي شرکت به له اکتشاف او استخراج وروسته له دې ګازو څخه زر مېګاواټه برېښنا تولیدوي.»
په ورته مهال، د عزیزي شرکتونو عمومي رییس وايي، د یادو پروژو د پلي کولو لپاره یې ټول تخنیکي ټیم چمتو دی او نږدې څو ورځو کې به یې عملي چارې هم پیل کړي.
میرویس عزیزي وايي، د برېښنا په برخه کې د دوی له پانګونې سره به په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په ټول هېواد کې پنځه میلیونه خلکو ته د کار زمینه برابره شي او همدا راز به د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید له برخې، د حکومت کلني عواید لس میلیارده ډالر وي.
میرویس عزیزي وايي: « د ذغالو او ګازو له استخراج وړاندې مو په دې اړه پر ماشینرۍ، د استخراج پر چارو او د انجینرانو پر ګمارنې کار کړی او پوره چمتوالی لرو. موږ به د قرارداد له لاسلیکولو وروسته، همدا سبا چمتو یو چې په ساحه کې کار پيل کړو. د دې لس زره مېګاواټه برېښنا له تولید سره به تر پنځو میلیونو ډېر کسان په کار بوخت شي؛ ځکه چې د دې لپاره سلګونه سوداګر فابریکې جوړې کړي او زموږ خلک به په کې کار کوي. همدارنګه به په کلنۍ توګه مالیې وزارت له ۱۰ میلیارد ډالرو زیات عواید راټول کړي.»
د امارتي شرکتونو عمومي رییس بیا وايي، له دغو قراردادونو یې موخه په کوردننه د برېښنا له سرچینو د هېواد د انرژۍ تامین، بهرنیو هېوادونو ته د برېښنا په بدل کې د میلیونونو ډالرو د ورکړې مخنیوی او همدا راز خلکو ته د کار زمینې برابرول دي.
د امارتي شرکتونو عمومي رییس، احمد جان بلال وايي: « له عزیزي شرکت سره د ډبرو سکرو د دې قرارداد له لارې غواړو څو هدفونه ترلاسه کړو. لومړی د انرژۍ تأمین او د کورنیو سرچینو له لارې د هېواد د اړتیا وړ برېښنا تولیدول؛ دوهم، د اسعارو سپما؛ بهرنیو هېوادونو ته د برېښنا د پېرلو لپاره په کلني ډول د میلیونونو ډالرو د وتلو مخنیوی. درېیم، د کاري فرصتونو رامنځته کول؛ په دې پروژو کې به زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.»
په ورته مهال، میرویس عزیزي زیاتوي، ډېر ژر به په هېواد کې د سرطاني ناروغۍ د درملنې داسې یو روغتون جوړ کړي چې په ټولو روغتیايي معیارونو به برابر وي او په وړیا توګه به په کې د ناروغانو درملنه کېږي.
د نوموړي په خبره، د دې روغتون د جوړولو لومړنۍ تخنیکي چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل کړي.
میرویس عزیزي زیاتوي: « یوه به د سرطاني ناروغیو د درملنې شفاخانه وي او بله به ولادي نسايي شفاخانه وي، همدارنګه به د طب پوهنتون هم ولرو. د دې روغتون جوړول زما یو آرمان و او ډېر ژر به جوړ شي. دا روغتون تجارتي نه دی او په کې به د سرطاني ناروغیو درملنه وړیا وي.»
د اسلامي امارت چارواکو په د ې مناسبت جوړې شوې غونډې کې یوځل بیا له ټولو پانګوالو وغوښتل چې کولی شي له هر ډول وېرې او ډار پرته، په بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي او دوی به ورته ټولې هغه اسانتیاوې برابرې کړي چې اړتیا یې وي.