Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/09/11

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس او په کابل کې د روسیې د سفیر ترمنځ د خبرو زیات تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د روسي پانګوالو پر هڅولو ورټول و.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي،  سید کریم هاشمي د روسیې له سفارت غوښتي چې روسي پانګوال وهڅوي، ترڅو په افغانستان کې له اقتصادي پلوه په ګټورو او مهمو برخو کې د پانګونې فرصتونه وڅېړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمر، احسان الله احسان شمشاد ته وویل، د یادې خونې رییس د روسیې له سفیر څخه غوښتي چې د تلې میاشتې په ۱۵ نېټه په کابل کې د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د روسي سوداګرو او شرکتونو د ګډون زمینه برابره کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اطلاعاتو آمر وايي: « د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، د اوزبېکستان خپلواکۍ د ۳۵ کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د روسیې له سفیر سره کتلي. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې شوې. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس وړاندیز کړی چې افغانستان کې پانګونې ته د روسیې پانګوالو د هڅونې په موخه دې، رامنځته شوي فرصتونه وڅېړل شي.

احسان وړاندې وايي چې په دې لیدنه کې مسکو ته د افغان سوداګریز پلاوي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې وشوې او د پانګونې رییس، عبدالکریم هاشمي د افغان پلاوي او د روسیې د خصوصي سکټور او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او صنایعو د خونې ترمنځ لیدنې تنظیم کړي.

په افغانستان کې د روسي سوداګرو او پانګوالو د پانګونې لپاره دا خبرې داسې مهال شوې دي چې اوس د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ  د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې تړون لاسلیک کړ.

له دې سره سم، دا هم ویل کیږي چې د ناروې، قطر، اذربایجان او د یو شمېر نورو هېوادونو کمپنۍ هم په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.

په یوه تازه اقدام کې د متحده عربي اماراتو یوه شرکت(اېچ اېچ اېم) غواړي د سالنګ د دویم تونل په جوړولو او د درملو فابریکو په جوړو کې پانګونه وکړي.

احسان الله احسان وړاندې په خپلو خبرو کې وايي چې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د امام ابوحنیفه د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د جوړولو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې روسي سوداګر او شرکتونه په یاد نندارتون کې ګډون کولو ته وهڅوي.

د سوداګرۍ او پانګه ونې خونې د اطلاعاتو آمر، احسان الله احسان په دې اړه وايي: « د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس، دغه راز په کابل کې د روسیې له سفارت غوښتي چې د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې روسي پانګوال او سوداګر ګډون ته وهڅوي. په کابل کې د روسیې سفیر دا وړاندیزونه معقول بللي او ډاډ یې ورکړی چې روسیې پانګوال او سوداګر به په دې نندارتون کې ګډون ته وهڅوي.»

د روسي سوداګرو او پانګه والو د هڅولو په اړه دا خبرې داسې مهال شوې دي چې اسلامي امارت په هېواد کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاو رامنځته کولو خبره کوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، اسلامي امارت په هېواد کې بهرنیو پانګونې ته لازم شرایط برابر کړي دي.

بله خوا، د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي، ډاکټر زلمي خلیلزاد هم ویلي چې په افغانستان کې شوي پرمختګونه د بهرنیانو پانګونې ته لازم شرایط برابر کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026
بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي
اقتصاد

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

اگست 31, 2026

وروستي خبرونه

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

اکتوبر 27, 2026
د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist