افغانستان؛ هغه هېواد چې اقتصادي ستونزې او اندېښنې پهکې له تېرو څو لسیزو راهیسې شته او تر دې دمه بنسټیزه حل لاره نه ده ورته موندل شوې.
ورځ تر بلې ډېری ځوانان له همدې امله کډوالۍ ته مخه کوي؛ ترڅو د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې په نورو هېوادونو کې د کار کولو په مټ پوره کړي.
خو دا کډوالۍ ډېری وخت له بېلابېلو ستونزو سره مخ وي، حتا تر دې چې د ډېری ځوانانو ژوند له ګواښ سره له مخ کېدو سربېره، د هغی د مرګ لامل ګرځي.
یوه زړه بوږنونکې پېښه کې چې په دې ورستیو کې رامنځته شوې او ډېری هېوادوال یې خفه کړي، په نیمروز کې د هغو ۱۹ کسانو مړینه وه چې په غیر قانوني لارو یې غوښتل ګاونډي هېواد، ایران ته لاړ شي؛ خو د لارې ورکېدو له امله ۱۹ تنو چې پنځه تنه د بلخ او پاتې ۱۴ تنه نور د بادغېس اوسېدونکي وو، له لوږې، تندې او سختې ګرمۍ له امله د نیمروز په دښتو کې ژوند بایلود.
هغه پنځه تنه چې د بلخ اوسېدونکي وو، څه باندې دوې اوونۍ وړاندې یې جسدونه پیدا او یاد ولایت ته ولېږدول شول.
د پاتې ۱۴ تنو جسدونه څو ورځې وړاندې په داسې حال کې وموندل شول چې د هیلو پنډونه یې سر ته اېښي وو او داسې ښکارېدل چې د خدای رحمت باران ته په تمه دي او په همدې تمه یې ژوند وبایله.
دلته تر ټولو دردوونکې کیسه دا ده چې له دې ۱۴ کسانو څخه یې د حیات الله په نوم یوه کس د ژوند وروستی پیغام په دې موخه ثبت کړی چې له خپلې کورنۍ دعا وغواړي او له هغو کسانو د پور بښلو غوښتنه وکړي چې در ترې قرضدار دی.
حیات الله د خپل ژوند په وروستیو شېبو کې ویلي: « دعا کوه مور جانې، زه مرمه؛ ټول راته دعا کوی، زه نه بچ کېږم. که زما دا یادګاري(ویډیو) تاسو ته ورسېده، ټول راته عفوه وکړئ، زما ټول یادېږی، ځکه زما وروستی سلګۍ دي او له دې جهانه ځمه. حیاته! ( د بل مړه ژواندي ملګري غږ) جان حیات، څه وايي؟ زه یو پیغام پرېږدم.»
هو! مور؛ د ژوند هغه واقعي مینه چې انسان د خوښۍ او خفګان په وخت کې ورته اړتیا لري.
خو د مرګ په دې نږدې وخت کې چې حیات الله ورسره لاس او ګرېوان دی، د خپل ژوند وروستۍ او له درد ډکې خبرې غواړي چې مور ته ورسوي، هغه له درد ډکې خبرې چې له مور سربېره یې په کور دننه او بهر ټول افغانان وژړول.
حیات الله خپل مور ته وايي: « حیات الله! ( د بل ملګري غږ)! جان! میرآدم یم، زما ادکې ته هم ووایه چې ماته عفوه وکړي. میر آدم وايي چې زه هم مرم ټول یاران دې راته بښنه وکړي. آخري دیدن دی، خدای خبر که له دې تندې بچ شوو. د هر ملګري او انډیوال چې پر ما پور پیسې دي، که زما ورور یې ورکولی شي، ور یې دې کړي، بیا یې راته وبښئ ، پناه په خدای ده. مرم دا مې آخري یادګار دی، السلام علیکم.»
د نیمروز دښته چې خپله هم ډېره پراخه او چه ده، له همدې لارې انساني قاچاقبران په شپو شپو مزل کوي، ترڅو ایران ته د رسېدو په موخه کډوال اول بلوچستان او له هغه وروسته یاد هېواد ته ورسوي.
خو په دې لاره کې لوږې، تندې، ناهیلۍ، اقتصادي ستونزې، زحمتونه او مرګ ته انتظار هغه څه دي چې دا لاره یې درباندې په عملي ډول ویني.
له تېرو څلورو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د حیات الله په دې ویډیو پراخې د ناهیلۍ تبصرې روانې دي او حتا دا هم ویلي کېږي چې په لومړي ځل په عملي ډول ویني چې انسان د لوږې او تندې له امله هم ژوند له لاسه ورکولی شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اړوند ادارو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو د دې پېښې په تړاو پراخ غبرګونونه ښودلي او د دې پېښې د هغو بنسټیزو لاملونو د څېړنې غوښتنه یې کړې چې افغانان په دومره سختو لارو تګ ته مجبوروي.
حکومت په دې تړاو تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مسوولین بیا وایي، یاد کسان بادغېس ته انتقال شوي او د هغوی له کورنیو سره لازمې مرستې هم شوې دي.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې مرستیال ویاند تاج محمدهمت وايي: « دا غمجنه پېښه نه یوازې د هغوی کورنیو بلکې ټول ملت ته ستر درد او نه جبرانېدونکی غم دی. موږ د دغو شهیدو شویو ځوانانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو. له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې د بشري او اسلامي مسوولیت له مخې، د دغو ځوانانو له هرې کورنۍ سره ۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته کوي.»
د اسلامي امارت له بیاځل حاکمیت وروسته په غیر قانوني لارو د تګ بندیز ولګېد، خو بیا هم ډېری ځوانان لا هم په دې هڅه کې دي چې له هېواده بهر د کار کولو لپاره لاړ شي.
اسلامي امارت که څه هم په ځلونو ډاډ ورکړی چې په هېواد کې ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې کوي مګر اساسي پوښتنه دا ده چې ولې له تېرو نږدې شپږو کالونو راهیسې ځوانان له بېکارۍ سر ټکوي او په مرګونو لارو د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره نورو هېوادونوته کډوال کېږي.
د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وایي: « د نیمروز په دښتو کې د دغو ۱۴ تنو ترخه مړینه، معلول دی نه علت. دغه فاجعه د هېواد په داخل کې د اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو ماتېدو ښکاره بېلګه ده. تر هغو چې د دې ناورین اصلي رېښه یانې فقر، د شغلي فرصتونو نه شتوالی، د رواني نا امنۍ احساس او د یوه ملاتړ سیسټم نه شتون د هېواد په داخل کې موجود وي، زموږ ځوانان به همداسې د نیمروز په دښتو، د ترکیې په غرونو او د نړۍ په بحرونو کې ژوند بایلي.»
دا ویډیو په داسې حال کې خپرېږي چې له دې وړاندې همدغو سېپرو او خونخوارو دښتو له کلونو راهیسې د سلګونه افغانانو هیلې خاورې کړې دي او د وجود غوښې او انرژۍ یې همدې رېګونو جذب کړي.