Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/06

د کندهار انګور پاخه او د حاصلاتو را ټولولو وخت یې را رسېدلی.

بڼوال وايي، سږکال د انګورو حاصلات ښه شوي، خو د صادراتي لارو تړل کېدو له امله یې محصولاتو ته مناسب بازار نه دی موندل شوی.

د دوی په خبره،  په کور دننه د حاصلاتو لپاره د بازار موندنې خراب وضعیت هغه لګښتونه نه شي پوره کولی چې بزګرانو او سوداګر یې د کرنیزو محصولاتو په ترلاسه کولو کوي.  

بڼوال صدیق الله وايي: « د انګورو حاصلات یو په دوه زیات شوي او ښه فصل لري، خو لارې بندې دي. موږ تېر کال له دې بڼوال سره زر تنه په کار بوخت وو، خو اوس چې ډېر یو، نو پنځوس تنه به یو. موږ څو کسان انګور له تاکونو شکوو او څو نور یې په کشمیش خونو کې ځوړندوي.»

بڼوال عصمت الله وايي: « تېر کال موږ شاوخوا ۱۲ سوه تنه په کار بوخت وو، خو اوس یوازې سل کسه په کار بوخت دي.  زموږ ستونزه د لارو بندېدل دي، موږ غوښتنه کوو چې لارې خلاصې شي. زموږ بڼوالو او سوداګرو ته زیانونه رسېدلي.»

په کندهار کې د انګورو سوداګر هم مني چې تېر کلونه دا وخت به يې هره  ورځ لسګونه لارۍ انګور بهر ته صادرول، خو د لارو بندېدو له امله يې سږکال په کشمش خونو کې وچوي او په ممیز یا کشمشو يې بدلوي.

د بڼوالو ترڅنګ سوداګر هم شکایت لري چې بهر ته د کرنیزو محصولاتو د صادرولو لپاره یې زمینه نه ده برابره شوې او دوی اړ شوي چې راټول شوي انګور په کشمش خونو کې وچ کړي.

د انګورو سوداګر نور محمد وايي: «  تېر کال به مو په همدې وخت کې تر ۸۰ ټېلره انګور استولي وو، خو اوس هېڅ هم نه شته، بس شکوو یې او دلته یې را ځوړندوو. لږترلږه دومره به شي چې کړي لګښتونه پوره کړي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي بیا د بزګرانو او سوداګرو دې غوښتنو ته په پام، د تازه مېوو لپاره د سړو خونو پر جوړولو ټینګار لري  او زیاتوي چې په نورو هېوادونو کې د  پلور لپاره د  بازار پر موندلو هم کار روان دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین مولوي صدراعظم عثماني وايي: « زموږ کوشش دا دی چې په هر زون کې معیاري سړې خونې جوړې او زموږ محصولات په کې وساتل شي. د بازار موندنې لپاره هم هڅه شوې او د همدې لپاره د یوه نندارتون پر جوړولو کار روان دی، ترڅو خپلو محصولاتو ته بازار پيدا کړو.»

د کندهار کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ ، سږکال د انګورو حاصلات ۱۰۰۰ ټنه زیات شوي دي. د دوی په خبره،  دا مهال په کندهار کې پر ۲۰ زره او ۶۰۰ هکټاره ځمکو د انګورو باغونه شته او تمه ده چې ۲۰۶ زره ټنه  انګور ترې راټول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist