ملګرو ملتونو د افغانستان اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې او په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ د ورکړې په تړاو ویلي چې د حکومتونو رسمیت پېژندن او په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ ورسپارل د ملګرملتونو نه بلکې د دې سازمان د غړیو هېوادونو له صلاحیتونو څخه دي.
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د ویاند مرستیال ویلي، تر اوسه هېڅ یوه هېواد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورسپارلو لپاره د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د دې سازمان د غړیو هېوادونو ترمنځ داسې کوم بحث او جریان هم نه شته.
فرحان حق زیاته کړې: « د حکومتونو رسمیت پېژندنه او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ورکړې په تړاو پرېکړې د ملګرو ملتونو نه بلکې د دې سازمان د غړیو هېوادونو په واک کې دي. تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت د دې لپاره په رسمیت نه دی پېژندلی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې ورکړل شي. تر دې مهاله د غړیو هېوادونو ترمنځ په دې تړاو کومه بهیر یا پروسه هم نه شته او نه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي له لوري نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي، خپلې چارې پیل کړې دي.»
کارپوهان بیا وايي، اسلامي امارت هغه ټول نړیوال معیارونو پوره کړي چې د یوه نظام د رسمیت پېژندنې لپاره شرط ګڼل کېږي.
دوی وايي، هېوادونه باید له افغانستان او افغان ولس سره دوه ګونی سیاسي چلن ونه کړي، اوسنی افغان حکومت په رسمیت وپېژني او د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي څوکۍ افغانانو ته وسپاري.
د افغانستان د سټراټيژیکو څېړنو نړیوال مرکز مشر هاتف مختار وايي: « د افغانستان اسلامي امارت هم جغرافیه لري، هم ولس او هم حاکمیت. د نړیوالو قوانینو او مقرراتو تر سیوري لاندې د ملګرو ملتونو څوکۍ د افغانانو حق دی. موږ هیله لرو چې نړۍ له افغانستان سره دوه ګونی چلن ونه کړي. د افغانستان د خلکو او نورو ولسونو او ملکونو سره تعلق په انساني او اسلامي بنیاد او ارزښتونو او د نړیوالو قوانینو تر سیوري لاندې د افغانستان اسلامي امارت مشروع حق دی.»
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « د ملګرو ملتونو څوکۍ په ترلاسه کولو کې د امنیت شورا د دایمي غړیو اغېز ډېر زیات دی. امریکا، انګلستان، فرانسه، چین او روسیه په کې ژور رول لري. دا چې اوس د چین او روسیې اړیکې له افغانستان سره ښې دي، ښه به دا وي چې د دې هېوادونو له لارې په امنیت شورا کې کار وشي، ترڅو د څوکۍ ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې غښتلې شي.»
ځینې نور بیا وايي، لکه څرنګه چې اوس افغانستان د سیمې له هېوادونو سره نږدې اړیکي لري او روسیې هم د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت پېژندلی، همداسې افغانستان له غربي نړۍ سره هم په متقابل درناوي ولاړې مثبتې اړیکې غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « افغانستان دا مهال د سیمې له هېوادونو سره د مثبت تعامل له لارې پرمخ روان دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دوو دایمي غړيو، روسیې او چین سره یې هم اړیکې ښې دي او دغه راز غواړي چې له غربي نړۍ سره هم د متقابل درناوي پر بنسټ د یوه مثبت تعامل لاره خپله کړي.»
کابل بیا تر اوسه د ملګرو ملتونو اړوند چارواکو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د افغانانو حق دی او باید وروسپارل شي.
اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره د رسمي اړیکو په تړاو بیا ټینګار کړی چې له ټولو سره ښې او په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.