Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نور ولي محسود کورمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک له سنګرونو را څرګند شو

نور ولي محسود کورمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک له سنګرونو را څرګند شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/06

تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) د خپل مشر اړوند شاوخوا ۲۳دقیقې داسې ویډیو خپره کړې چې نور ولي محسود په کې له خپلو جنګیالیو او ولسي خلکو سره ګوري او لارښوونې کوي.

محسود د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو او ځانګړې توګه کورمه کې ځای، ځای ښکاري او د خپل تحریک ملګرو ته د نویو لاسته‌راوړنو، مبارزې، ازادۍ، د شرعي نظام ټینګولو او د پاکستان پوځ پر وړاندې د سختې مبارزې په اړه لارښوونې کوي.

محسود وايي: « که خدای کول ډېر ژر به په پاکستان کې اسلامي نظام واکمن شي، خو دا کار زحمت او محنت غواړي.»

د دې ویډیو خپرېدل په داسې حال کې دي چې پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان مشر په افغانستان کې مېشت دی، خو د ویډیو محتوا ظاهراً هڅه کوي د اسلام‌اباد دغه روایت وننګوي او دا انځور وړاندې کړي چې د ټي‌ټي‌پي مشر د پاکستان پوځ تر کنټرول لاندې خاوره کې حضور لري.

نور ولي محسود په دې ويډیو کې له ولسي خلکو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان کلک ملاتړ وکړي او د دوی تر بیرغ لاندې مبارزې ته را ودانګي.

نوموړی په کورمه کې د عملیاتو د دوام او د پاکستاني پوځ پر ضد د مبارزې خبرداری هم ورکوي.

د ټي‌ټي‌پي مشر په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې د دوی ځواکونو په کورمه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او دا بهیر به دوام ولري.

د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي محسود وایي: « زه پاکستاني عوامو ته دا ووایم چې د تحریک طالبان پاکستان تر بیرغ لاندې جهاد روان دی او تاسو په دې مقدس جهاد کې د مجاهدینو ملاتړ وکړ؛ څو دا مردار او پلید نظام ورک شي او د الله نظام حاکم شي.»

د ټي‌ټي‌پي مشر د پاکستان پوځ د ولس دښمن بولي او خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کوي چې جګړې ته په اخلاص دوام ورکړي.

د نور ولي محسود په خبره، د دوی موخه په پاکستان کې د اسلامي شریعت نافذول دي.

د ټي‌ټي‌پي مشر خپلو جنګیالیو ته دا سپارښتنه هم کوي چې چریکي، کمیني او هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي.

محسود دغه راز ادعا کوي چې د پنجاب اړوندځواکونه په پښتني سیمو کې بې‌ګناه خلک وژني او ژمنه یې وکړه چې دا ځواکونه به له سیمې وباسي.

هغه د پاکستاني پوځ غړیو ته هم بلنه ورکړې چې د دوی له لښکر سره یوځای شي او ترڅنګ یې خبرداری هم ورکړی چې که دا کار ونه کړي، نو له نورو لارو به ورسره چلن وشي.

نور ولي محسود وايي: « که دا د سنایپر او درازنوف بریدونه دي، که کمینونه دي او یا هم تعرضونه، له ټولو کار واخلئ او په هېڅ یوه صرفه مه کوئ. چې دوی له پنجاب، سند او نورو ځایونو راځي او زموږ په خاوره کې زموږ  پر خلکو ظلم کوي، نو دا هم د شریعت او هم زموږ د پښتو غوښتنه ده چې لږترلږه له خپلې خاورې یې وباسو.»

دټي‌ټي‌پي مشر خپلو جنګیالیو ته د خپلمنځي یووالي او همغږۍ سپارښتنه هم کوي او وايي، د پاکستان پوځ اړوند کسان دې هر ځای په نښه کړي.

نوموړي په پای کې د کورمې اوسېدونکو ته د ټي‌ټي‌پي سیمه‌ییز مسوول، محمد عمر ور وپېژاند. نوموړي د خلکو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او د سیمې خلکو هم ترې رضایت څرګند کړی.

د چارو څارونکي بیا د تحریک طالبان پاکستان مشر تازه ویډیو ته په اشارې وايي،  دا څه په روښانه ټکو څرګندوي چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې فعال سیاسي او پوځي فعالیت لري.

دوی هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې پاکستان وایي د ټي‌ټي‌پي غړي په افغانستان کې دننه پټ ځایونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دا لومړی ځل نه دی او وروستی به هم نه وي چې د ټي‌ټي‌پي مشران د پاکستان تر قیادت لاندې خاورې څخه پیغامونه خپروي. دوی په ډاګه کوي چې موږ دلته یو، سنګرونه او پټنځایونه مو دلته دي او خپل عملیات له همدې ځایه پلانوو. پاکستان د خپلې ناکامۍ پټولو او ولس ته د ځواب نه لرلو له امله، د ملامتۍ ګوته افغانستان ته نیسي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « د ټي‌ټي‌پي مشران او غړي تل هلته اوسېدلي، هلته یې کورونه او ځمکې دي، هملته فعالیت او مرکزونه لري. دوی په خپلو سیمو کې نظامي او ملکي تشکلات لري، محکمې لري او د خلکو فیصلې کوي.»

د ټي‌ټي‌پي مشر نور ولي محسود د دوی پر مبارزې نیوکه کوونکي کسان هم مخاطب کړي او وايي چې ځینې کسان او دیني عالمان د ټي‌ټي‌پي پر فعالیتونو نیوکې کوي او د پاکستان د اسلامي جمهوریت پر ضد یې مبارزه ناروا ګڼي؛ خو د ده په وینا، د پاکستان پوځ په ۲۰۰۳ کال کې د مسلمانانو پر ضد جګړه پیل کړې وه او د لعل مسجد پېښه یې د پوځ د کړنو یوه بېلګه وبلله.

د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان تل هڅه کوي چې خپلې ناکامۍ پر افغانستان ور وتپي او ټولې ستونزې د ټي‌ټي‌پي تر سیوري لاندې پټې کړي.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « هرڅومره چې د ټي‌ټي‌پي او د پاکستان د حکومت ضد وسله والو ډلو د فعالیتونو لمنه پراخېږي، نه وسله والو ته زیان رسېږي او نه هم د پاکستان حکومت او پوځ ته؛ د دې جګړو زیان یوازې د سیمې اوسېدونکو ته رسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « دا ثابتوي چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي او نورو وسله والو ډلو د حضور په اړه د پاکستان ادعا هېڅ اساس نه لري. پاکستان هڅه کوي په همدې بهانه د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو په چارو کې مداخله وکړي.»

تر دې وړاندې هم د ټي‌ټي پي مشر نور ولي محسود په اړه دا ادعاوې او شواهد و چې هغه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیت لري، خو د پاکستان حکومت تل دا څه پر افغانستان ورتپي او غواړي چې خپلې ناکامۍ پټې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist