Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت: امریکا د دوحې هوکړې ډېری موارد نقض کړي

مجاهد: مسوولین باید انتقاد منوونکي اوسي او اصلاحات راولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/06

د اسلامي امارت ویاند د یوې ټولنې او حکومتدارۍ په اصلاح کې د رسنیو رول خورا مهم بللی او وايي، د ټولنې او چارو د سمون لپاره رسنۍ باید معقوله ازادي ولري.

ذبیح الله مجاهد یوې غونډې ته د خبرو په مهال زیاته کړې، رسنیو په نړیواله کچه د فساد په وړاندې خورا اغیزناکه مبارزه کړې او دا رسنۍ دي چې د زیات فساد مخه یې نیولې ده.

مجاهد دغه راز ویلي، مسوولین باید انتقاد منونکي وي، ځکه د ده په خبره، دا انتقاد دی چې اصلاح راولي او که چیرې مسوولین انتقاد منونکي نه وي، نو هېڅکله یوه ټولنه او اداره نه اصلاح کیږي.

ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي: «  ښه ده چې په یوه ټولنه کې انتقاد وي، انتقاد پذیري موجوده وي او مسوولین هم باید انتقال پذیر وي. که چېرې حضرت عمر(رض) د منبر په سر تر انتقاد لاندې راتلی شي، نو موږ هم تر هغه ښه نه یو. پر نبي(ص) انتقاد وشو، موږ هم تر هغه ښه نه یو. کله چې انتقاد کېږي، په پایله کې یې اصلاح منځته راځي.»

د اسلامي امارت ویاند له خوا دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې لا هم رسنۍ  معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د ستونزو یادونه کوي او وايي، ډېر کله د یوې مهمې مسلې په تړاو دوی ته معلومات په واک کې نه ورکول کېږي.

اوس مهال موجوده خصوصي رسنۍ چې اکثريت یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، د پاکستان له پوځي رژیم سره د جګړې او طبعیی پېښو پر مهال د دغو مسایلو په اړه په پوره امانتدارۍ سره خلکو ته ریښتیني معلومات ورکوي.

ان د اسلامي امارت چارواکو هم د دغو مسایلو د پوښښ لپاره د افغان رسنیو هڅې وستایلې او هغه یې له ملي روحیې سره همغږي وبلله.

 خو  که د رسنیو له لوري د انتقادي راپورونو مسلې ته وکتل شي، نو  دا ډول راپورونه په رسنیو کې خورا کم لیدلی کیږي او علت یې ښايي لاهم د باور نه موجودیت وي.

د حکومت ویاند په دې اړه وايي، د اسلامي امارت مسوولین باید انتقادونو ته ارزښت ورکړي؛ ځکه همدا د اصلاح تر ټولو غوره لار ده.

ذبیح الله مجاهد وايي: « نن ورځ رسنیو په نړۍ کې د فساد کچه ټیټه کړې ده. یو څوک له دې امله رشوت نه اخلي او په کارونو کې غلطي نه کوي چې بیا یې راپور خپرېږي. که چېرې یو مسوولین په چا ظلم وکړي او رسنۍ یې په اړه راپور خپور کړي، سبا له امیر څخه نیولې تر وزیر پورې ټول پرې خبرېږي او یا دا تېروتنه نه تکرارېږي.»

مجاهد وړاندې ویلي چې یوه ټولنه هغه مهال اصلاح کیږي چې انتقاد او د انتقاد منل په کې موجود وي.

د  مجاهد په خبره،  د چارو مسوولین باید دې مسلې ته زیات متوجه وي، دوی باید انتقاد منونکی وي؛ ځکه اصلاح د انتقاد په نتیجه کې منځته راځي.

ذبیح الله مجاهد په خپلو خبرو کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې د رسنیو رول مهم بللی او  ویلي یې دي چې رسنیو په نړیواله کچه د فساد پر ضد خورا مهمه مبارزه کړې.

د هغه په خبره، همدا رسنۍ دي چې دوی اصلاح کوي، که د رسنیو څار نه وي، نو ممکن ستونزې به نه هوارېدلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي
افغانستان

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

اگست 6, 2026
کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي
افغانستان

کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

اگست 6, 2026
تخار والي هلته د امنیتي ګواښوونو ادعا رد او د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ
افغانستان

تخار والي هلته د امنیتي ګواښوونو ادعا رد او د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ

اگست 6, 2026
د نیمروز رېګونو کې د ژوند بایللي حیات الله وروستی وصیت او غبرګونونه
افغانستان

د نیمروز رېګونو کې د ژوند بایللي حیات الله وروستی وصیت او غبرګونونه

اگست 6, 2026
نور ولي محسود کورمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک له سنګرونو را څرګند شو
افغانستان

نور ولي محسود کورمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک له سنګرونو را څرګند شو

اگست 6, 2026
ملګري ملتونه: د افغان حکومت رسمیت پېژندنې په اړه یوازې غړي هېوادونه پرېکړه کولی شي
افغانستان

ملګري ملتونه: د افغان حکومت رسمیت پېژندنې په اړه یوازې غړي هېوادونه پرېکړه کولی شي

اگست 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

هرات کې د برېښنا پرچاويو زیاتېدو خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي

اگست 6, 2026
کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

کندهار کې د انګورو حاصلات زیات شوي خو  د بازار په ځای کشمیش خانو ته ځي

اگست 6, 2026
پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

اگست 6, 2026
تخار والي هلته د امنیتي ګواښوونو ادعا رد او د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ

تخار والي هلته د امنیتي ګواښوونو ادعا رد او د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ

اگست 6, 2026
د نیمروز رېګونو کې د ژوند بایللي حیات الله وروستی وصیت او غبرګونونه

د نیمروز رېګونو کې د ژوند بایللي حیات الله وروستی وصیت او غبرګونونه

اگست 6, 2026
اسلامي امارت: امریکا د دوحې هوکړې ډېری موارد نقض کړي

مجاهد: مسوولین باید انتقاد منوونکي اوسي او اصلاحات راولي

اگست 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist