Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/22

د افغانستان په سوېل ختیځ کې پروت خوست هغه ولایت دی چې په کې د کرېکټ لوبې ګڼ مینه وال او استعدادونه شته دي او اوس د کورني کرېکټ تر ټولو ستر لیګ «شپږیزه» کوربه توب ته په چمتوالی بوخت دی.

د خوست کرېکټ ځایي مسوولین وایي، د شپږیزې لیګ سیالیو د ښه ترسره کېدو لپاره د چمتوالي چارې په چټکۍ روانې دي او دا به د دې ولایت د کرېکټ لا ودې لپاره یو مهم ګام وي.

د خوست کرېکټ آمریت د رسنیو مسوول اکبر‌علي سمون وايي: « په لوبغالي کې دننه ننداره کوونکو لپاره ځایونه تقریبا ً بشپړېدو ته نږدې دي او دغه راز په نورو برخو کې هم څه چې اړین دي او د سیالیو د ښکلا سبب کېږي، کارونه یې یا وروستي شوي یا هم بشپړ شوي دي.»

د کرېکټ روزنکی محمد کیف ځدراڼ وايي: « په دې لوبو کې د ملي لوبغاړو تر څنګ د اکاډمۍ لوبغاړي، ځوان لوبغاړي چې په ټیمونو کې لوبېږي، شامل دي. دا د خوست کرېکټ لپاره یو ستر فرصت دی.»

له بلې خوا، د خوست اوسېدونکي تمه لري چې د کرېکټ د زرګونو مینه والو او مېلمنو راتګ به د دې ولایت پر بازارونو، هوټلونو، ټرانسپورټ، ګرځندوی او نورو خدماتي برخو مثبت اغېز وکړي.

دوی زیاتوي، خوست د کرېکټ په برخه کې د پام وړ ظرفیتونو پر لرلو سربیره، د خپل طبیعي ښایست او مېلمه پالنې له امله هم د هېواد په ولایتونو کې مهم ځای لري چې د شپږیزې کوربه توب به یې شهرت لا زیات کړي.

خوست اوسېدونکي رشیدالله همدرد وايي: « ښکلي خوست ته به د افغانستان له ټولو ولایتونو مېلمانه راځي او د خوست خلک به یې خدمت کوي. له دې سره د ټول افغانستان د ځوانانو ترمنځ اړیکې پياوړې کېږي.»

خوست اوسېدونکی شاهدالله پیر وايي: « دا ډول ستر لیګونه جوړېدل خوست ته اقتصادي ګټې هم لري. دلته به ډېرو ولایتونو خلک راشي، دلته به سودا وکړي او تفریحي ځایونه به وویني.»

د افغانستان کورني کرېکټ په چوکاټ کې د شپږیزې لیګ یولسم پړاو سیالۍ به د جولای میاشتې له لومړۍ تر ۱۴مې نېټې د خوست په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

په دغو سیالیو کې به د ملي لوبغاړو په ګډون د هېواد د پنځو زونونو اړوند لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره له یو بل سره سیالۍ وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026
پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې
لوبې

پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

مې 19, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې هند سره د سیالیو لپاره تمرینات پيل کړل
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې هند سره د سیالیو لپاره تمرینات پيل کړل

مې 12, 2026
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026

وروستي خبرونه

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist