Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/21

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان په تړاو خپلو تازه څرګندونو کې له کابل سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو په درلودو ټینګار کړی، خو له اسلامي امارت یې غوښتي چې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر ویلي: « له افغانستان سره نږدې او سوله‌ییزې اړیکې غواړو، خو طالبان دې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله‌والو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.»

اسلامي امارت بیا د پاکستان لومړي وزیر دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او یا هم بل هېواد پر ضد وکاروي.

وياند يې زياتوي، افغانان هېڅکله هم د پاکستان په داخلي چارو کې مداخله نه غواړي، خو پاکستان باید د افغانستان ملامتولو په ځای په کور دننه خپل امنیت ټینګ کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د افغانستان اسلامي امارت دریځ دا دی چې د پاکستان په ګډون خپله خاوره د هېچا پر وړاندې کارېدو ته نه پرېږدي او پاکستان باید په دې اړه تشویش ونه کړي؛ ځکه چې افغانان هېڅکله د دې کار اجازه نه ورکوي. کومې ستونزې چې دوی یې حس کوي یا یې لري، اسلامي امارت د هغو په حل کې هم هڅه کړې. دوی باید د خپل هېواد امنیت په کور دننه ټینګ کړي او پر افغانانو تور پورې نه کړي. افغانستان د پاکستان په چارو کې مداخله نه کوي او نه دغه کار د ځان په ګټه بولي.»

په ورته حال کې د پاکستان جمعيت علماي اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن هم تازه د افغانستان پر وړاندې د پاکستان له پالیسیو او دریځونو پرده پورته کړې.

هغه ویلي، پاکستان تل د افغانستان پر وړاندې د مداخلې کولو تګلاره او سټراټیژي غوره کړې چې په خبره يې، اوس دا ډېپلوماسي او تګلاره ناکامه شوې.

نوموړي زیاته کړې، د اسلام‌اباد همدې دریځ له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري زیاته شوې او وضیعت یې لا پسې پېچلی کړی. فصل‌الرحمن د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو حل لپاره د جدي ډېپلوماټیکو هلو ځلو اړتیا مطرح کړې.

د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مشر ویلي: « پاکستان د افغانستان پر وړاندې تل لاس وهونکې تګلاره خپله کړې چې اوس یې دا ډېپلوماسي او تګلاره ناکامه شوې او له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري زیاته شوې. پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې د زور کارولو په ځای د ډېپلوماسۍ له لارې ستونزه حل کړي.»

مولانا فضل الرحمان د کومې وسله‌والې ډلې د نوم له اخستو پرته پر پاکستان نیوکه کړې چې د غلطو سیاستونو له امله يې اوس هغه ډلې هم د پاکستان پرضد فعالیتونه کوي چې یو وخت پر اسلام اباد پورې تړلې وې.

شنونکي بیا وايي، پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې شوم او ناوړه سیاست او تګلاره غوره کړې چې له امله یې اوس خپله ستونزو کې راګیر دی.

دوي زياتوي،  په کار ده چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپلو دریځونو او پالیسیو کې ژور بدلون راولي او دا کولی شي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ ستونزو په حل کې اغېزناک تمام شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « تر هغو چې پاکستان په خپله پالیسۍ کې اساسي بدلون را نه ولي، ستونزې نه هوارېږي. په تېرو څلورو لسیزو کې د دوی پالیسي نه د پاکستان په ګټه وه نه یې د ګاونډیانو. افغانان له ټولو ګاونډیانو سره متمدنه اړیکه غواړي او هیله لري چې پاکستان هم ورته لاره خپله کړي.»

له هغې وروسته چې پاکستان او خيبرپښتونخوا کې بریدونه او ناامنۍ زیاتې شوې، پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان تور پورې کوي چې هلته د روانو ناامنیو ریښې په افغانستان کې دي.

هغه څه چې اسلامي امارت تل رد کړې او بې بنسټه ادعاوې یې بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې
افغانستان

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

مې 21, 2026
بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي
افغانستان

بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

مې 21, 2026
ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي
افغانستان

ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

مې 21, 2026
کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې
افغانستان

کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

مې 21, 2026
متقي: نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان استازولي د افغان ولس او حکومت حق دی
افغانستان

متقي: نړیوالو سازمانونو کې د افغانستان استازولي د افغان ولس او حکومت حق دی

مې 21, 2026
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: مرکز او ولایتونو کې سیلانیانو ته ځانګړي مېلمستونونه جوړېږي
افغانستان

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: مرکز او ولایتونو کې سیلانیانو ته ځانګړي مېلمستونونه جوړېږي

مې 20, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

هرات ښاریان: د کثافاتو زیاتوالي او کثافات دانیو کمښت روغتیايي ستونزې پيدا کړې

مې 21, 2026
بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

بلخ کې په۱۵۰ میلیون ډالرو ستر استوګنیز کمپلېکس جوړېږي

مې 21, 2026
ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

ملګري ملتونه: افغان راستنېدونکو کډوالو ته مو ۵۲۹ میلیون ډالره ځانګړي کړي

مې 21, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026
شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

شهباز شريف له افغانستان سره د ښو او سوله‌ییزو اړیکو غوښتنه کړې

مې 21, 2026
کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

کابل، اسلام اباد او تاشکند عرب سمندر ته پر نوې ټرانزیټي لاره موافقه کړې

مې 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist