د پانګونې د جلب په لړ کې، د کليو بيارغونې او پراختيا وزير غوښتنه کړې چې چينايي پانګوال د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه کولی شي.
نوموړي دا غوښتنه په کابل کې د چين له سفير سره د ليدنې پرمهال مطرح کړې او ډاډ يې ورکړی چې اسلامي امارت چينايي پانګوالو ته د اسانتياوو په رامنځته کې بشپړ همکار دی.
هغه د واخان کوریډور فعالولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې بللې او زياته کړې يې ده چې د ياد کوریډور په وسيله به چين او افغانستان په مستقيم توګه وصل شي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور ویلي: « له نېکهمرغه د واخان خامه سړک چارې بشپړې او له چین سره وصل شوې او پاتې چارې يې جریان لري. زموږ ولس واخان سړک ته ډېر خوشحال دی. تاسې د پراختیایي او بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې له موږ سره ډېره همکاري وکړئ؛ ځکه زموږ خلک په تېرو کلونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي.»
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چین او افغانستان د يو بل د توکو پېر او پلور لپاره ښه بازار دی او له همدې امله اړتيا ده چې اړيکې ورسره وپالل شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « که په دې کوریډور سم کار وشي، هم د لاریو او هم د اورګاډي لپاره لارې جوړې شي، دا به په ټوله سیمه مثبت اغېز ولري او یوه خوندي لاره به وي. همدارنګه دا لاره به د افغانستان لپاره په اقتصادي برخه او دغه راز خلکو ته د کار موندلو او نړیوال ټرانزیټ له پلوه مهم رول اداء کړي.»
ځينې نور شنونکي بیا غوښتنه کوي چې چین دې پر سوداګرۍ سربېره په افغانستان کې پروژې هم پلې کړي، ترڅو په کور دننه خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
دوی وایي، یاد هېواد له اقتصادي پلوه بډایه دی او که وغواړي په افغانستان کې د بیارغونې او فابرېکو په جوړولو کې پانګونه کولی شي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « له چين سره چې څومره هم د افغانستان اقتصادي اړیکې پياوړې شي، ګټه یې افغانستان ته ډېره ده. چین یو ستر تجارتي هېواد دی او تر ټولو مهمه دا ده چې واخان بندر کولی شي افغانستان له چین او د چین له لارې له نورې نړۍ سره ونښلوي»
په ټوله کې له اسلامي امارت څخه هم غوښتنې دا دي چې هېوادونه وهڅوي، ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شي. حکومت هم په وار وار ژمنې کړې چې بې روزګاره کسانو ته به په کور دننه او بهر کاري فرصتونه برابر کړي.