کله ناکله د انسان پښې ستړې ستړې او له حرکت پاتې شي، خو هیلې یې بیا هم روانې وي. د هرات ښار شپږمه ناحیه کې، هر سهار یو معلول پلار د ویلچر په وسیله د ژوندانه له سختیو سره اوږه په اوږه روان وي.
۴۰ کلن محمد داوود هغه پلار دی چې ژوند پرې د سختیو درانه بارونه اېښي، خو لاهم د اولاد راتلونکي لپاره له مبارزې نه دی ستړی شوی.
که څه هم محمد داوود د تګ توان نه لري مګر په ستړو لاسونو، دردمن وجود او له هیلو ډک زړه، هره ورځ د خپل ویلچر څرخونه د لور د روښانه راتلونکي پر لور تاووي.
محمد داوود باور لري چې تعلیم به یې یو ورځ د ماشومې لور راتلونکی روښانه کړي.
محمد داوود وايي: « زه مې لور هر سهار په همدې ویلچر ښوونځي ته وړم او بیا دولس بجې پسې ورځم او بېرته یې کورته راوړم.»
محمد داوود په دې هم باور لري چې زده کړې د بېوزلۍ، محرومیت او تیارو پر وړاندې تر ټولو قوي وسیله ده. د هغه په خبره، ژوند ورباندې سخت تېر شوی، خو نه غواړي اولادونه یې د بېوزلۍ او ناپوهۍ قرباني شي. د ده په باور، تعلیم هغه پانګه ده چې انسان له تیارو را وباسي.
همدې هیلې ته په کتو، هره ورځ د خپلو ستړیاوو او دردونو سربېره، خپله لور ښوونځي ته رسوي، ترڅو یوه ورځ یې د بریا او روښانه راتلونکي خوبونه ریښتیا شي.
محمد داوود په دې اړه وايي: « زه غواړم ماشومان مې لوست وکړي، با سواده شي او د خلکو د اوږو بار نه شي. ماشومان د دې هېواد راتلونکی دی او زه غواړم زما ماشومان هم هېواد ته خدمت وکړي.»
کله چې محمد داوود خپله لور ښوونځي ته ورسوي، د ژوند بل سخت پړاو یې پیلېږي. نوموړی د پنځه کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی هم دی.
نیمه ورځ د سړک پرغاړه کېني او د خلکو بوټان رنګوي. د لمر سوځنده تودوخه او د ساعتونو ساعتونو ستړیا هغه څه دي چې هره ورځ یې زغمي، ترڅو د کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
محمد داوود وايي: « کله چې زه خپله لور تر ښوونځي ورسوم، بیا ځم په ترقي پارک کې د خلکو بوټان رنګوم، ۳۰ تر ۴۰ افغانیو پیدا کوم او په همدې پیسو د کور ټول لګښتونه پوره کوو. ژوند مې ډېر په سختۍ تېرېږي.»
د هغه لور معصومه سږکال په دویم ټولګي کې زده کړې کوي. ښوونکي یې وایي، د هغې د پلار خواري او تعلیم سره مینه ورته د زړه قوت ورکوي. ښوونکي یې زیاتوي، د داسې ماشومانو شتون د هېواد راتلونکي ته هیلې لا نورې هم ژوندۍ کړې دي.
د محمد د لور ښوونکې ثریا طاهري وايي: « هغه پلار چې د جسمي محدودیت له لرلو سربېره هڅه کوي لور یې زده کړې وکړي، دا د افغان ټولنې لپاره یوه ښه بېلګه او سرمشق دی. که څه هم د دې پلار معلولیت زموږ زړه ځوروي، خو له بلې خوا خوشاله یم چې زموږ ټولنه کې لاهم داسې پلارونه شته.»
د تېرو کلونو جګړو او ناخوالو له امله، په هېواد کې زرګونه خلک معلول شوي او ګڼې کورنۍ له سختو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. د همدې شرایطو له کبله لا هم د معصومې په څېر ډېرماشومان د بېلابېلو خنډونو له امله ښوونځي ته له تګ محروم پاتې دي.
اړتیا ده چې د ښارونو له مرکزونو سربېره، لرې پرتو سیمو کې هم د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.