Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کوکنارو ښه بدیل؛ ننګرهار کې د ګلابو کاروبار وده کړې

د کوکنارو ښه بدیل؛ ننګرهار کې د ګلابو کاروبار وده کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/11

شېرجان چې د ننګرهار دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په دوه نیم جریبه ځمکه یې ګلاب کرلي وايي، اوس مهال د ګلابو له حاصلاتو ښه عاید ترلاسه کوي.
د نوموړي په خبره، له هر جرېب۱۰۰ زره افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي او په دې برخه کې ډېرو ځوانانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي.
شېرجان وايي: « موږ له دې وړاندې کوکنار کرل، خو کله چې هغه بند شول اوس مو ګلابو ته مخه کړې. ګلاب ښه حاصل ورکوی، هم خلک او هم کروندګر خوښ دي.»

په دې ولسوالۍ کې د ګلابونو ځینې نور کروندګر هم د ګلابو له حاصلاتو خوښ دي، خو وايي چې که د پروسېس برخه کې يې ملاتړ وشي، په دې برخه کې به د خلکو لېوالتیا لا ډېره شي.
د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی شیرجان وايي: « له موږ څخه یو کیلو ګلاب په ۷۰ افغانۍ اخلي. زموږ غوښتنه دا ده چې دلته یې د پروسېس کارخونه جوړه شي او بیا دا ګلاب له موږ څخه پورته واخلي.»

د دره نور اوسېدونکی شوکت امله وال وايي: « د دره نور مارک لرونکي عطر په فرانسه کې په لوړه بیه پلورل کېږي. که دلته یې د پروسېس برخه فعاله شي، هم به د عطرو بیه او نښان دلته پاتې او هم به د خلکو ګټه زیاته شي.»

دا کروندګر داسې مهال په ننګرهار کې د ګلابو له حاصلاتو خوښ دي چې تازه په دې ولایت کې د کرنې ریاست ګڼ نوي باغونه هم جوړ کړي او زاړه هغه يې بیا رغولي دي.

د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني وايي: « یوې همکارې موسسې تازه په دره نور ولسوالۍ کې ۱۵۰ نوي باغونه کېنول او ۱۵۰ پخوانیو باغونو کې یې بوټي بیا ورغول. موږ اوس دا مهال ۳۰۰ جریبه باغونه لرو او ۶۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې.»

مسوولین دغه راز وايي، اوس مهال د ننګرهار په دره نور او سپین غر ولسوالیو کې پر ۵۶۳ جریبه ځمکو د ګلابونه باغونه جوړ شوي او په خبره يې، همدلته يې د پروسېس چارې هم تر سره کېږي.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند په دې اړه وايي: « هغه ګلاب چې دلته له ولسوالیو څخه راځي، دلته ورته د پروسېس لپاره فابریکې جوړې شوې او تر پروسېس وروسته عطر، غوړ او اوبه ترلاسه کېږي او له دې بیا د درملو په ګډون په بېلابېلو ځایونو کې کار اخستل کېږي.»

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به له دې ٥٦٣ جریبه ځمکو څخه چې عطري ګلاب پرې کرل شوي، ١٦٥ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist