Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: په هر ډول شرایطو کې د افغانانو ملاتړ ته ادامه ورکوو

اروپايي ټولنه: په هر ډول شرایطو کې د افغانانو ملاتړ ته ادامه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/11

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې بیاځل له افغانانو سره د درېدو او ملاتړ ژمنه تازه کړې.

ویرونیکا بسکووېچ پوهار د «اروپا ورځې» په مناسبت خپله اېکس پاڼه باندې لیکلي، دا ټولنه د افغانانو عزت، زغم او په راتلونکي کې د هغوی ملاتړ ته ژمنه ده.

نوموړې دغه‌راز د کار او زده کړو اړوند فرصتونو رامنځته کول او له افغان کورنیو مالي او اقتصادي ملاتړ د افغانستان پر سولې او ثبات پانګونه بللې.

بسکووېچ پوهار زیاته کړې: « اروپايي ټولنه د افغانانو ترڅنګ ولاړه او د هغوی عزت، زغم او د راتلونکي ملاتړ ته ژمنه ده. هر کاري فرصت چې رامنځته کېږي، هر ماشوم چې زده کړې کوي او هره کورنۍ چې ملاتړ ترلاسه کوي، د سولې او ثبات لپاره پانګونه ده.»

اروپايي ټولنې زیاته کړې، له خپلو نړیوالو شریکانو او همکارو ادارو سره په ګډه د افغانانو د ژوند او معیشت لوړولو، د زده کړو او نورو فرصتونو ایجادولو او د هغوی په اذهانو کې د افغانستان راتلونکي لپاره د هیلو ساتلو ته ژمنه ده.

دې ټولنې په افغانستان کې له سیاسي بدلون را وروسته خپل ماموریت ته دوام ورکړی او په دې لړ کې یې په اقتصادي، ټولنیزو او رغنیزو برخو کې مالي ملاتړ ته دوام ورکړی.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: «  اروپايي ټولنه تل له افغانستان سره مرسته کوي؛ دوی کولی شي دلته پانګونه وکړي او خلکو ته کار پیدا کړي. دغه کار هم د افغانستان د ثبات لپاره هم او هم په نړیواله کچه د اړیکو لپاره.»      

د چارو شنونکي د اروپايي ټولنې تېرو همکاریو ته په کتو په راتلونکي کې هم د دې ټولنې مرستې، حضور او ملاتړ د افغانستان د راتلونکي لپاره اغېزناک ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر‌محمد راسخ وايي: « دا په موږ افغانانو پورې اړه لري چې څنګه کولی شو د دغو هېوادونو مرستندویه بنسټونو ته شرایط برابر کړو، ترڅو هغوی له افغانانو سره خپلې مرستې لا پراخې کړي.»   

دا داسې مهال دی چې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپايي ځانګړي استازي جېل برټران تېره اپرېل کې افغانستان ته په رسمي سفر کې له باثباته او ټولشموله افغانستان د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی و؛ خو ویلي و چې دا تعامل عملي، پر اصولو ولاړ او د افغانانو د اړتیاوو پر بنسټ ترسره کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist