Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/02

شمشاد ته سرچینو تایید کړې چې د افغانستان، پاکستان او چین لوړ پوړي چارواکي د چارشنبې په ورځ د چین اورومچي ښار کې سره جرګه کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې شمشاد ته وویل، د همدې لپاره د چهارشنبې په ورځ یو پلاوی چین ته روان شوی دی.

سرچینو شمشاد ته منلې چې په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د بېلابېلو ادارو غړي ګډون لري، خو اسلامي امارت لا تر اوسه د پلاوي د جوړښت او غړیو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د حکومتي سرچینې په خبره: « د افغانستان اسلامي امارت په پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت استازي محب الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارف‌الله، د دفاع وزارت استازی روح‌الله عمر او د استخباراتو لوی ریاست استازی یحیی تکل شامل دي.»

پلاوي ته نږدې سرچینو وايي، دوی یوازې پر امنیتي مسایلو خبرې نه کوي بلکې غواړي له پاکستان سره د کډوالو، اقتصادي اړیکو او سوداګریزې راکړې ورکړې او ټرانزیټ په ګډون پر ټولو مسایلو خبرې وکړي. د دوی په خبره، یوازې امنیتي او د اوربند موضوع د دواړو ترمنځ‌ شته ستونزه نه شي حلولی.

سرچینه دغه راز وايي، له درېیم ګړي چین او له پاکستاني پلاوي سره مخامخ خبرې هم په پلان کې شاملې دي.

پاکستاني خبري رسنیو هم د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له خولې دا کېدونکې ناسته تایید کړې ده.

د پاکستانیو رسنیو په راپورونو کې راغلي: « د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې د سې شنبې په ورځ د چین په سفر و، د چین حکومت ترې د دې غونډې غوښتنه کړې ده.»

د چارو څارونکي وایي، پاکستان له هر اړخه هڅه کوي چې نور له افغانستان سره روانې ستونزې او کړکېچونه پای ته ورسوي.

د دوی په اند، پاکستان غواړي د افغانستان په ځای خپل ټول پام پر ایران ورټول کړي.

د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « پاکستان کوشش کوي چې خپله ټوله انرژي د پاکستان مسئلې ته وقف کړي، ځکه هغه ډېره مهمه ده. دوی غواړي د اوس لپاره له افغانستان څخه ځان خلاص کړي؛ ځکه د پاکستان حکومت د دې توان لري چې اوس د خپلو خلکو توجه د ایران خواته واړوي.»

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « چین په سیمه کې یو زبررځواک هېواد دی او له افغانستان او پاکستان سره ښې اړیکې لري. نو له همدې امله ښايي په ټولو مسایلو کې اغېز هم ولري.»

له دې وړاندې هم د افغانستان اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ په قطر، سعودي او ترکیه کې ناستې وشوې، خو بې له کومې مشخصې پایلې پای ته ورسېدې او د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ دوام وکړ.

په ورته مهال، د چین بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چین ته رسېدلی او له خپل چینايي سیال وانګ يي سره یې بېجینګ کې لیدلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist