ستاره زیاتوي:« زما خاوند د هیروئینو معتاد دی. کار نه شي کولای، د کور د ۱۲ تنو سرپرستې مې له غاړې ده، ما کرایه نه شو پیدا کولی، که کرایه پیدا کېده، خو وچه ډوډۍ مې هم نه شو پیدا کولی. زما په شمول دغه مېرمنې چې هره ورځ دلته راځي یا کونډې دي، یا د معیوبینو مېرمنې دي او یا هم د نشه یې توکو د معتادینو مېرمنې دي، ټولې دغه شان په مشکلاتو کې راوتلي یو.»
د ډوډۍ پخولو په دې لوی مرکز کې د کارېګرو مېرمنو شمېر شااوخوا ۵۰ ته رسېږي،چې ډېره برخه يې، کونډې،د یتیمو ماشومانو سرپرستې او یا هم پر نشه يي توکو د روږدو کسانو مېرمنې دي.
مدینه او خدیجه هم د هغو مېرمنو له ډلې دي،چې د کورنیو ټول غړي يې یوازې د دوی دې میاشتنۍ ګټې وټې ته ناست دي.
دوی وايي،که د دې کار زمینه نه وای ورته برابره،نو فقر کولو ته به مجبوره وې.
خدیجه وايي:«که څه هم دغه مزدوري زموږ ټولې اړتیا وې نه شي پوره کولای، خو بیا هم دمره شوه، چې په دې کار سره خپل ماشومان په وچه ډوډۍ ماړه کړو. ډېره اړتیا مو درلوده، پنځه زره افغانۍ مو هره میاشت د کور کرایه ده، لس کسه په کور کې یو، د هغوی ډوډۍ به مو څنګه پیدا کولی.؟»
د یاد مرکز مرستیال هدایت الله عزیزي وايي، که څه هم په دې کارکي ډېره ګټه نه کوي،خو په دې ډېرخوشحاله دی،چې د ۵۰ غریبوښځو ترڅنګ یو شمیرنارینه هم دهمدې پخلنځي څخه هرماښام کورته یوڅه ګټه وړي.
عزیزي زیاته کړه:« دلته له زموږ سره ۵۰ زیات و کم ښځې دي،چې کونډې هم په کې شته دی،بې وزله هم شته، غریبکاره هم شته او داسې ښځې چې مخکې یې په بازارونو کې فقر کاوه، اوس دلته له زموږ سره کار کوي.»
د یاد مرکز له لوري پر داسې مهال دغو لسګونو مېرمنو ته کاري فرصت پیدا شوی،چې خلک د ټول هېواد پر کچه د بېکارۍ، د خوراکي او غیر خوراکي توکو لوړ قیمتونو او کمزوري اقتصاد سره لاس او ګرېوان دي.
دغه مېرمنې د حکومت تر څنګ له تجارانو،خصوصي شرکتونو او موسساتو غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د وزګارتیا د لوړې کچې په راټيټولو کې دې خپلې هڅې چټکې کړي.