Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/18

د کانونو او پټرولیم وزارت ملکیت تفحصات تجارتي مرکز د  مزارشریف ښار په زړه کې جوړیږي.

دا سوداګریز مرکز د لسو کلونو لپاره یوه پانګوال ته په قرارداد ورکړل شوی او د قرارداد مودې له بشپړېدو وروسته به د دولت ملکیت وګرځي.

دا سوداګریز مرکز چې په ۲۶۵۰ متر مربع ځمکې باندې په درېیو پوړونو کې په عصري بڼه ډیزاین شوی چې د یوه کال په موده کې به ګټه اخستنې ته چمتو شي.

د ‌تفحصات سوداګریز مرکز مسوول محمد آصف مومند وايي: « د دې مرکز ځمکه ۶۵۰ متره مربع ده او د تفحصات تجارتي مرکز په نهوم په درېیو پوړونو کې جوړېږي. د دې مارکېټ هر پوړ به ۶۵ دوکانونه ولر او پر ۱۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.»

په ورته مهال، د پروژې مسوولان خوښ دي چې په کور دننه ورته د پانګونې زمینه برابره شوې. دوی همداراز بهر مېشتي افغان پانګوال هېواد کې پانګونې ته رابولي، تر څو له شته فرصت ګټه واخلي.

دوی د کار لوړ کیفیت په تړاو ډاډ ورکړ او ترڅنګ یې تر ۱۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینې برابرېدو خبره هم کوي چې د پروژې تر بشپړېدو پورې به دلته تر ۸ سوه کسانو په کار بوخت شي.

د ‌تفحصات سوداګریز مرکز مسوول محمد اصف مومند وايي: « زه ویاړم چې خپل ولایت ته کار کوم او دا مرکز جوړوم. دلته به لږترلږه ۲۰۰ تنه دوکانداران کار وکړي او که هر یو یې ۵ تنه کورنۍ ولري، شاوخوا ۸۰۰ کسان د رزق خاوندان کېږي. همدارنګه له ولایتي ادارې هم مننه چې ښه سهولتونه یې برابر کړي او امنیت یې ټینګ کړی دی.»

د پروژې ساحوي انجنییر حکمت الله وايي: « دا چې دا یوه ملي او دولتي پروژه ده، په پیل کې یې تر ۱۵۰ کسانو په کار بوخت دي. د کار په جریان کې به تر ۸۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. موږ کوښښ کوو دا پروژه تر یوه کال پورې ګټه اخستنې ته برابره کړو.»

په همدې حال کې د بلخ ځایي چارواکي د ورته پروژو د پیل هرکلی کوي او پانګوالو ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکوي. دوی وایي، پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره ده او کولی شي په ډاډه زړه په کور دننه او په ځانګړې توګه بلخ کې پانګونه وکړي.

د بلخ والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: « په دې پروژه کې د ملت او دولت دواړو ګټې دي. موږ ټولو پانګوالو ته ډاډ ورکوو چې کولی شي په بلخ ولایت کې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.»

د دې سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې په داسې حال کې پیل کېږي چې موده وړاندې مزار شریف ښار کې د «سره زرو» په نوم د سروزو د پېر او پلور لپاره د یوه عصري مارکېټ د جوړېدو بنسټ هم اېښودل شوی و.

له دې وړاندې بیا د «مزار هوټل» په نوم یو لوی سوداګریز مارکېټ هم جوړ او ګټه اخستنې ته سپارل شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist