Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د کورنۍ ډوډۍ پخولو یوه مرکز کې لسګونه مېرمنو ته کاري فرصتونه پیدا شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/17

په کندهار ولایت کې د کورنۍ ډوډۍ پخولو په یوه مرکز کې ۵۰ بې وزله مېرمنې هره ورځ شااوخوا ۵ زره ډوډۍ پخوي او بیا د ښار ټولو ناحیو ته د پلور په موخه وړل کېږي.

د یاد مرکز یوه کارکوونکې۳۰ کلنه ستاره ده،چې د کورنۍ د ۱۲غړو سرپرستې پر غاړه لري.

هغه هره ورځ سهار وختي د کار لپاره د کورنۍ ډوډۍ دې پخلنځي ته راځي او تر غرمې پورې شااوخوا ۱۶۰ ډوډۍ پخوي.

هغه وايي، خاوند يې پر نشه يي توکو روږدی دی او اړه شوې،چې د کور د کرایي په شمول د خپل ورځني ژوند د اړتیاوو پوره کولو ته په خپله ملا وتړي.

ستاره زیاتوي:« زما خاوند د هیروئینو معتاد دی. کار نه شي کولای، د کور د ۱۲ تنو سرپرستې مې له غاړې ده، ما کرایه نه شو پیدا کولی، که کرایه پیدا کېده، خو وچه ډوډۍ مې هم نه شو پیدا کولی. زما په شمول دغه  مېرمنې چې هره ورځ دلته راځي یا کونډې دي، یا د معیوبینو مېرمنې دي او یا هم د نشه یې توکو د معتادینو مېرمنې دي، ټولې دغه شان  په مشکلاتو کې راوتلي یو.»

د ډوډۍ پخولو په دې لوی مرکز کې د کارېګرو مېرمنو شمېر شااوخوا ۵۰ ته رسېږي،چې ډېره برخه يې، کونډې،د یتیمو ماشومانو سرپرستې او یا هم پر نشه يي توکو د روږدو کسانو مېرمنې دي.

مدینه او خدیجه هم د هغو مېرمنو له ډلې دي،چې د کورنیو ټول غړي يې یوازې د دوی دې میاشتنۍ ګټې وټې ته ناست دي.

دوی وايي،که د دې کار زمینه نه وای ورته برابره،نو فقر کولو ته به مجبوره وې.

خدیجه وايي‎:«که څه هم دغه مزدوري زموږ ټولې اړتیا وې نه شي پوره کولای، خو بیا هم دمره شوه، چې په دې کار سره خپل ماشومان په وچه ډوډۍ ماړه کړو. ډېره اړتیا مو درلوده، پنځه زره افغانۍ مو هره میاشت د کور کرایه ده، لس کسه په کور کې یو، د هغوی ډوډۍ به مو څنګه پیدا کولی.؟»

د ډوډۍ پخولو دغه مرکز کې یادې مېرمنې هره ورځ پنځه زره کورنۍ ډوډۍ پخوي او بیا د یوه منظم پلان له مخې د کندهار ښار ټولوناحیو ته د پلور لپاره وړل کېږي.

د یاد مرکز مرستیال هدایت الله عزیزي وايي، که څه هم په دې کارکي ډېره ګټه نه کوي،خو په دې ډېرخوشحاله دی،چې د ۵۰ غریبوښځو ترڅنګ یو شمیرنارینه هم دهمدې پخلنځي څخه هرماښام کورته یوڅه ګټه وړي.

عزیزي زیاته کړه:« دلته له زموږ سره ۵۰ زیات و کم ښځې دي،چې  کونډې  هم په کې شته دی،بې وزله هم شته، غریبکاره هم شته او داسې ښځې چې مخکې یې په بازارونو کې فقر کاوه، اوس دلته له زموږ سره کار کوي.»

د  یاد مرکز له لوري پر داسې مهال دغو لسګونو مېرمنو ته کاري فرصت پیدا شوی،چې خلک د ټول هېواد پر کچه د بېکارۍ، د خوراکي او غیر خوراکي توکو لوړ قیمتونو او کمزوري اقتصاد سره لاس او ګرېوان دي.

دغه مېرمنې د حکومت تر څنګ له تجارانو،خصوصي شرکتونو او موسساتو غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د وزګارتیا د لوړې کچې په راټيټولو کې دې خپلې هڅې چټکې کړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist