Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/16

د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشت لس‌ګونه افغانان، د سپینې ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو تر څو پر افغان خاوره او عامو افغانانو د پاکستان پوځي رژيم د بریدونو د دوام په غبرګون کې لاریون وکړي.


لاریون کوونکي ترهګرۍ پاللو له امله د پاکستان پوځي رژيم ته د ترهګريز جوړښت خطاب کوي او وايي، چې په روژه کې يې عام افغانان په نښه او شهيدان کړي دي.


دوی وايي، پر افغانستان د پاکستان پوځي رژيم بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي او نړیواله ټولنه او متحده ایالات باید د پاکستان پوځ د دغه ډول کړنو مخنیوی وکړي، چې له مخې یې د عامو افغانانو وژل معمول ګرځولي.


یو تن لاریون کوونکی وایي: «موږ دلته د دې لپاره راټول شوي یو، چې پر عامو او بې‌ګناه افغانانو د پاکستان د استبدادي او ظالم رژیم د یوې میاشتې بمبارۍ وغندو. دوی په دې بمباریو کې ښځې او ماشومان په نښه کوي. موږ د سپینې ماڼۍ مخې ته راغلي یو ترڅو د دوی دا ظلم او جبر وغندو. موږ له نړیوالې ټولنې او د امریکا له حکومت غواړو، چې د پاکستان د دې کړنو مخنیوی وکړي او اجازه ورنه‌کړي، چې پاکستاني رژیم نیمه شپه او په خوب ویده افغان مېرمنې او ماشومان بمبار کړي.»


د لاریون یوه ښځینه ګډونواله وایي: «زموږ د راټولېدو موخه د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر عامو افغانانو، ښځو او ماشومانو د بمبار غندل دي. هغوی د ترهګرو په نوم پر بې‌ګناه ماشومان او ښځې په نښه کوي. غواړو نړۍ ته وښیو، چې ترهګري او تمویل یې له پاکستان او د دغه هېواد د پوځ مشرانو له خوا کېږي او باید نړیوال بنسټونه او سازمانونه پاکستان پوځي رژیم له خپلو دغه کړنو منع کړي.»


د جرمني په هامبورګ ښار کې هم پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې افغانانو لاریون کړی.


دوی پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندي او د افغان ځواکونو په ملاتړ شعارونه ورکوي. همدا راز لاریونوال له نړیوالې ټولنې غواړي، چې پر افغانستان د پاکستان يرغل پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.


یو تن لاریون کوونکی وایي: «یو ځل بیا پر نړیواله ټولنه، بشر نړیوالو حقونو سازمان او نورو ادارو غږ کوو، چې ژر تر ژره پر پاکستان فشار راوړي؛ تر څو د افغانستان په خاوره او خلکو بمبارۍ او د الوتکو بریدونه ودروي.»


شنونکي بیا وايي، چې د پاکستان تېري پر وړاندې په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو یووالی او پر وړاندې یې د ټولو واحد دریځ د دې ښکارندويي کوي، چې د افغانانو لپاره د خپل هېواد عزت او خپلواکي له هر څه مهمه ده او په دغه برخه کې ټول یو موټی دي او هیڅ قدرت یې نه شي بېلولی.


د سیاسي چارو شنونکی، نجیب الله جامع په دې اړه وایي: «د پاکستان د تېري او برید پر وړاندې په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو متحد او واحد دریځ او له خپلي دفاعي ځواکونو ملاتړ د دې ښکارندویي کوي، چې موږ ته د خپل هېواد عزت او خپلواکي له هر څه مهمه ده او هیڅ قدرت مو نه شي بېلولی.»


باور دا دی، چې افغانان د خپلو هېواد او هېوادوالو پر وړاندې جنایتونه نشي زغملی او په هر ځای کې چې وي، د جنایتونو او ظلمونو پر وړاندې به راپورته کېږي.


یو شمېر شنونکي وايي، افغانان د بهرنیو تیریو پر وړاندې تل سره یو دي او په داسې شرایطو کې بیا خپل داخلي واړه اختلافات تر شا پرېږدي او د هېواد خپلواکي او د یرغل پر وړاندې درېدل ورته لومړیتوب لري.


د سیاسي چارو شنونکی، توریالی ځاځی وایي: «افغانان چې په هر ځای کې وي؛ خو په افغانستان کې د تېرې نیمې پېړۍ جنایتونو او د هغوی د عاملانو پر وړاندې خپل مخالفت پټ نه‌ساتي او د لاریونونو او غندنو له لارې به غږ اوچتوي.»


د سیاسي چارو بل شنونکی، ادریس محمدي ځاځی بیا وایي: «په کور دننه او بهر د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د افغان ملي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دا وښوده، چې هر کله د وطن او ملي اررښتونو مسله شي؛ نو افغانان بیا په هر حالت او هر ځای کې سره یو موټی کېږي او د دښمن پر وړاندې په یو صف کې درېږي. دا هغه څه دي، چې افغانانو کلونه کلونه ثابت کړي.»


د جرمني په هامبورګ کې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم تېري پر ضد لاریون ته راوتلي افغانان وايي، چې خپل لاریونونه به د اروپا نورو ښارونو ته هم وغځوي او تر هغې به دوام ورکړي، چې نړۍ د پاکستان پر وړاندې عملي او علني اقدام نه وي کړی.

نشر یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist