پکتیا کې د سکېټ یو تن لوبغاړی وايي:«موږ په پکتیا کې مشخص ځای او لوبغالی نه لرو،چې هلته تمرین وکړو. غواړو، پر کور د ننه او بهر لوبې تر سره کړو او هېواد ته ویاړونه راوړو.»
پکتیا کې د سکیټ یو بل لوبغاړی بیا وايي:« له حکومت مو غوښتنه دا ده،چې موږ ته لوبغالی جوړ کړي،ترڅو له سړکونو رامنع شو،چې هر وخت په کې له ګواښ سره مخ یو.»
د سکیټ روزونکی ذبیح الله هم له اولمپیک ملي کمیټې غواړي،چې د لوبغالي جوړولو تر څنګ دې لوبغاړو ته پر کور دننه او بهر د لوبو زمېنه برابره کړي.
پکتیا کې د سکیټ لوبې روزونکی ذبیح الله وايي:« زموږ هېله دا ده،چې هېواد ته ویاړونه راوړو.ایران،پاکستان او نورو هېوادو کې لوبغاړي ولوبیږي،پکتیا کې ورځ تر بلې د سکيټ لوبې مینه ورځ تر بلې په ډېریدو دي او موږ یې روزنې ته لېواله یو.»