د مکسیکو په کوریټارو ښار کې د فوټبال دوو کلبونو ترمنځ د لوبې پرمهال د مینوالو ترمنځ نښته شوې ده،چې له امله ۲۲ کسان ټپیان شوي دي.
دغه نښتې د لوبې په ۶۳ مه دقیقه کې رامنځته شوې،چې له امله یې لوبه لغوه اعلان شوه.
امنیتي ځواکونو له نښتو وروسته د لوبغالي دروازې پرانیستي او د لوبې لیدونکو ته یې اجازه ورکړې،چې له لوبغاړي ووځي،خو ځینو یې بیا هم نښتې کړي دي.
ځایي پولیس وایي، د نښتو په پایله کې د لوبغالي یو لوی سکرین هم له منځه تللی دی.
د دوی په وینا که څه هم د کوم چا د وژل کېدو راپورونه نشته دی،خو په خبره یې دوو کسانو روغتیايي حالت نازک دی.