Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/18

د خوست په مرکز کې د ځوانانو له خوا د شاعر او لیکوال، مطیع الله تراب په یاد د ۵۵ کلبونو ترمنځ د فوټبال سیالیو موخه، خوست کې د فوټبال ورزش پراختیا او د لوبغاړو مهارتونو ته وده ورکول او دغه راز، د هغو فرهنګي شخصیتونو یاد تازه کول ګڼل شوې چې د ټولنې په فکري ویښتیا او فرهنګي وده کې يې رول درلود.

د سیالیو تنظيموونکی ثاني ګل سخي وايي: « موږ بیا هم هڅه کوو هغه کسان چې د خپلې خاورې لپاره یې په هره برخه کې کار کړی وي، د هغوی په نوم او ویاړ سیالۍ جوړې کړو او نوم یې ژوندی وساتو.»

د خوست اوسېدونکی قدیرالله لکڼوال وايي: « دا لوبې او نوم د دې لپاره دی چې د تراب یاد تازه شي. خوستي ځوانان هڅه کوي نه یوازې فوټبال سیالۍ بلکې نورې سیالۍ هم د هغه په نوم جوړې کړي، ترڅو د ده نوم او شعر د خلکو په یاد کې پاتې شي.»

لوبغاړي په دې ولایت کې د فوټبال لوبې د ودې لپاره دا ډول سیالۍ مهمې ګڼي او ترڅنګ یې له اړوند ادارو غوښتنه کوي چې د فوټبال پراختیا لپاره دې د معیاري لوبغالو په جوړولو او د دوی په مسلکي روزنه کې هڅې لا زیاتې کړي.

د فوټبال لوبغاړی عبدالحی شاهد وايي: « له مرکزي فډراسیون څخه مې غوښتنه دا ده چې د خوست فوټبال ته ډېره توجه وکړي؛ ځکه دلته ښه لوبغاړي شته، خو ستونزه دا ده چې موږ معیاري لوبغالی او روزونکي نه لرو.»

د فوټبال لوبغاړی ګل کبیرجان وايي: « له مرکزي فډراسیون غواړو چې موږ ته تکړه ټرېنران او روزونکي را ولېږي او دلته موږ ته روزنیز کمپونه جوړ کړي.»

په ورته مهال، د فوټبال فډراسیون ځایي مسوولین په خوست کې د یادې لوبې معیار مخ پر ودې بولي او زیاتوي، د سیمه‌ییزو سیالیو ډېرېدو او د لوبغاړو روزنې په برخه کې به د لا ډېرې پاملرنې ترڅنګ، عملا په کليوالي سیمو کې د معیاري لوبغالو جوړېدو ته هم پاملرنه ډېره کړي.

د خوست فوټبال فډراسیون رییس ریبار هڅاند وايي: « د مراتبو لړۍ هغه لوبې چې له فیفا څخه موږ ته راکول کېدې، موږ په پوره معیارونو سرته رسولې دي. همدا لامل دی چې د خوست فوټبال سطحه ورځ تر بلې د معیاري کېدو پر خوا روانه ده.»

د پښتو ادب د نوموتي شاعر او لیکوال، اروښاد مطیع الله تراب په یاد دا سیالۍ چې د خوست مرکز متون ښار اړوند د چیغۍ کلي ځوانانو له خوا شاوخوا درې میاشتې وړاندې پېل شوې وې، په پایلوبه کې یې د همدې کلي غورځنګ کلب د متون بابا کلب ته د یو صفر په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist