د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د چرګوړو د تولید یوه نوي فارم په فعالیت پیل وکړ.
د دې فارم مسوول وايي، دا فارم به په هرو شلو ورځو کې شاوخوا۳۰۰ زرو چرګوړو د تولید وړتیا ولري. د ده په خبره، اړتیا ده چې چارواکي د برېښنا او خامو موادو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
د چرګوړو تولیدي کارخونې مسوول بسم الله وايي: « په دې کارخونه کې درې هیچرۍ[په ورځنۍ کچه د چرګوړو د تولید پروسه] دي او په هره هیچرۍ کې ۱۰۰ زره هګۍ راځي. هره هیچرۍ په ۲۰ ورځو کې ۱۰۰ زره چرګوړي تولیدوي چې د درې واړو تولید ۳۰۰ زرو ته رسېږي. مخکې به دا چرګوړي له پاکستان څخه راتلل، خو اوس پانګوال هڅه کوي چې همدلته په کور دننه یې تولید کړي. زه ډاډ ورکوم چې راتلونکي یوه کال کې به افغانستان د چرګوړو د تولید له پلوه ځان بسیا شي.»
له پاکستان سره د سوداګریزې راکړه ورکړې بندېدلو له امله پانګوال تشویق شول چې د چرګانو د فارمونو په برخه کې پانګونه وکړي، ترڅو په کور دننه د چرګانو غوښې او هګیو ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
له بلې خوا، پانګوال د چرګانو د فارمونو فعالیت لپاره برېښنا اړینه بولي او د دې نوي پرانستل شوي فارم مسوول هم په دې برخه کې د چارواکو جدي پاملرنه غواړي.
د بلخ ولایت محلي چارواکي بیا وايي، په روان کال کې صنعتي کارخونو ته ۵۰ مېګا واټه برېښنا رسول شوې او په راتلونکي کال کې به لا زیاته برېښنا ورته برابره شي.
د چرګوړو کارخونې مدیر نجیب الله وايي: « که څه هم اوس ستونزې کمې دي، خو بیا هم ټول فابریکه لرونکي د برېښنا څه نا څه ستونزې لري. که چېرې زموږ پر هیچرۍ برېښنا پرې شي، موږ ته به سلګونه زره افغانۍ زیان ورسيږي. نو اړتیا ده چې اسلامي امارت په دې اړه پاملرنه وکړي.»
د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازی وايي: « د فابریکه لرونکو د برېښنا اړتیا پوره کولو لپاره ۵۰ مېګاواټه برېښنا منظوره او اړمنو فابریکه لرونکو ته ووېشل شوه. هغه فابریکه لرونکي چې تر اوسه د برېښنا ستونزه لري، په دویمه کټه ګورۍ کې به ورته برېښنا ورکړل شي.»
د افغانستان په داخل کې دا ډول پانګونې نه یوازې د خلکو د ورځینو اړتیاوو پوره کولو لپاره اسانتیاوې برابروي بلکې نوي کاري فرصتونه هم چمتو کوي.
د کارخونې کارګر سلیمان وايي: « ما له دې وړاندې پاکستان کې کار کاوه او هلته مهاجر وم. اوس شکر دی دلته ښه کار لرم او ښې ډېر کارخونې دي او له خپل کار راضي یم.»
د کارخونې کارګر سید عرفات وايي: « زه له دې پانګوال مننه کوم چې دا فابریکه یې جوړه کړه او موږ ته یې کار راکړ. زه له نورو پانګوالو هم غواړم چې خپل هېواد کې فابریکې جوړې کړي، ترڅو زموږ ځوانان په کې کار وکړي، ایران او نورو هېوادونو ته د ورتګ زړه ښه نه کړي.»
د بلخ ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین د ملاتړ خبره کوي او وايي، په دې ولایت کې اوسمهال د چرګوړو د تولید شپږ کارخونې فعالیت کوي چې هره میاشت سلګونه زره چرګوړي تولیدوي. د دوی په خبره، نږدې وخت کې به بلخ د چرګوړو د تولید له پلوه په ځان بسیا شي.
د بلخ کرنې ریاست د مالدارۍ آمر غلام محمد محمدي وايي: « د بلخ ولایت د کرنې ریاست په پرله پسې هڅو به دغه اداره په نږدې راتلونکي کې د بلخ ولایت او ټول هېواد په کچه د یو ورځنیو چرګوړو د تولید له پلوه د ځان بسیاینې لیدونکي اوسو.»
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو را وروسته، کورني پانګوال هڅه کوي چې د چرګانو د تولید تشه په کور دننه ډکه کړي. د چرګانو او چرګوړو تولیدي فارمونو جوړېدل د خوراکي توکو د ځان بسیاینې په لور یو مهم ګام بلل کېږي.