Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

په خوست رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان کرېکټ بورډ کورني کرېکټ څانګې له لوري لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ چې په دوو ګروپونو کې ترسره کیږي، د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پېل شوې.

مسوولین وایي، یادې سیالۍ د کورني کرېکټ د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره کېږي چې موخه یې د هېواد بېلابېلو کورنیو سیالیو او ملي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو لار موندنه ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ کورني کرېکټ استازی زاهد الرحمن ځدراڼ وايي: « د دې لوبو موخه د کرېکټ وده او د لوبو د نورو فارمټونو لپاره د لوبغاړو غوره کول او دغه راز کورني کرېکټ او شپږیزه غوره لیک ته د لوبغاړو انتخاب دی.»

په ورته مهال، په یادو سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي خوښ دي چې په دې سیالیو کې ورته د لوبېدو زمینه برابره شوې او ترڅنګ یې زیاتوي چې دا ډول لوبې به دوی ته فرصت برابر کړي، ترڅو په راتلوونکي کې د لا لوړې کچې لوبو کې د لوبېدو مهارتونه ترلاسه کړي.

لوبغاړی احمد رشاد ستانکزی وايي: « له دې لوبو څخه موږ درې ورځنیو لوبو، ټېسټ لوبو او د وایډ بال کرېکټ ته ورځو. همدارنګه د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ورتګ لپاره دا یوه ښه لاره ده.»

لوبغاړی لیس لونګ وايي: « موږ له بورډ څخه ډېره مننه کوو، خو یوازې دومره په کار دي چې دا ډول مېچونه نور هم ډېر کړي او لپاره یې نور لوبغالي جوړ کړي.»

لوبغاړی حبیب تڼیوال وايي: « زه د لومړي ځل لپاره په دې لوبو کې برخه اخلم او له دې امله ډېر خوشاله یم. له مشرو لوبغاړو سړی ډېر څه زده کولی شي او موږ هم کوښښ کوو چې یوڅه ترې زده کړو. زه غواړم نور هم مخکې لاړ شم او تر ملي ټیم ځان ورسوم.»

باید وویل شي چې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو له یو ورځنیو لوبو وروسته به د دې لوبو شل اوریزه بڼه لوبې هم په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د همدې لوبډلو او لوبغاړو له لوري ترسره شي، ترڅو له دواړو بڼو څخه پیاوړي لوبغاړي ملي شل اوریزو، لېسټ اې او میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو ته لار ومومي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist