که په ځان باور او کلکه اراده موجوده وي، نو د ستونزو تر ســیوري لاندې هم د رڼا د څرک موندل ممکن وي.
مریم مفتي زاده، هغه نجلۍ چې لا په عمر وړه ده، خو د ژوند د سختو څپو پر وړاندې یې د ارادې بېړۍ درېدلې نه ده. هغه نجلۍ چې د زده کړو بې برخې کېدل یې هیلې له منځه یو نه وړې بلکې د کار او هڅو په مټ یې د روښانه راتلونکي لپاره نوې لارې ور پرانیستلې.
هغې پرېکړه وکــــــړه چې د ناهیلۍ پرځای له خـــــپلې وړتیا ګټه واخــــلي او د دودیزو مهارتونو له لارې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
مریم دا مهال په کورني او سنتي ډول د اچارو، روب او د هرات د ســیمهییزو خوړو د تولید په برخه کې ۱۰ زره ډالره پانګونه کړې.
متشبثه مریم مفتي زاده وايي: « د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته مې پرېکړه وکړه چې د ځان او نورو د بوخت ســـــــــاتلو لپاره لاس په کار شم، ترڅو هنر او صنعت پرمختګ وکړي.»
د مریم په وړه خونه کې څه باندي ۱۵ بې ســرپرسته مېرمنو ته د کاري زمینې برابرېدو سره په ورځني ډول ۵۰ څخه تر۱۰۰ کیلو اچار او نور بېلابېل خوراکي توکي تولیدېږي چې د سیمه ییزو هټیو تر څنګ په آنلاین بڼه هم پلورل کېږي.
هغه باور لــــــــــري چې دا هڅې به یې سبا د لا ښه راتلونکي بنسټ کېږدي او د مېرمنو اقتصادي خپلواکۍ پر لور به یو سترګام ثابت شي.
مریم مفتي زاده په دې اړه وايي: « کومې ښځې چې دلته له موږ سره کار کــــــــــــوي، د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري. د ځینو خاوندان ناروغان دي او اقــــتصادي وضعیت یې خورا کمزوری دی. ځینې داسې ښځې دلته شته چې په کورنۍ د فــــــــقر له امله له تاوتریخوالي سره مخ وې.»
بازار موندونکې درسا قتالي وايي: « د بازار موندنې او آنلاین فروشاتو په برخه کې موږ پر سترو سوپرمارکېټونو او نورو دوکــانونو خپل محصولات پلورو. اوس مو د آنلاین له لارې هم د خپلو محصولاتو پلور پيل کړی، ترڅو خپل محصولات په اسانه توګه تر مشتري ورسوو.»
دلته په کار بوختې مېرمنې هم وایي، په دې ځای کې کار کولو سره کولی شي د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو حل کې مرسته وکړي.
د هرات اوسېدونکې آرزو وايي: « زه د کور سرپرسته یم او اته تنه یتیمان راسره دي. زه دې ډول کار ته ډېره اړتیا لرم. زه ډېره خوښحاله کـــــــېږم چې د ښځو لپاره ځانګړي کارونه پيل شي، ترڅو خپلې کورنۍ ته عاید یوسي.»
د کارخونې یوه کارکــــــــــوونکي سمیه وايي: « زه له دې کار ډېره راضي، ځکه یوازې مېرمنې په کار کوي. اوس مهال نارینه بې روزګاره او بې عایده دي، نو موږ کار کوو ترڅو د خپلې کورنۍ له نارینه وو سره په لګښتونو کې برخه واخلو.»
له دې ټولو سره، لوېدیځ زون کې د مېرمنو سوداګرۍ او صــــــــنایعو خونې مسوولان وایي، دا مهال لوېديځ زون کې ۱۱۰۰ مېرمنې په صنعت او سوداګرۍ برخو کې فعالیت لري چې یو شمېر هغه یې تازه له ایرانه راستنې شوې مېرمنې دي.
د لوېدیځ زون د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه بهناز ســـــلجوقي وايي: « موږ په هره سطحه تجارت پېشه ښځې لرو، یعنې هم په لویه، هم په منځنۍ او هم کــــــوچنۍ کچه. اکثریت یې داسې دي چې په کوچنۍ سطحه کار کـــــــــــوي. د دغو ۱ زر ۱۰۰ ښځو ترمنځ، یو شمېر یې له ایرانه راستنې شوې ښځې دي او یوازې څو میاشتې کېږي چې خپل فعالیتونه یې پيل کړي دي.»
غوښتنې دا دي چې د مېرمنو ســــوداګریزو فعالیتونو پراختیا او ودې لپاره اړتیا ده چې اســـــــــلامی امارت او نړیوال بنسټونه په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه او ملاتړ وکړي.