اقتصاد پوه نورالله عزیز عزیز وايي:« غوره لاره یې داده،چې دغه مرستې او پیسې چې افغانستان ته راځي، پر تولیدي اقتصاد مصرف شي، پر تولید اقتصادي مصرف نه یوازې دا چې د خلکو ژوند به ورسره ښه شي،بلکې پرځان به مو بسیا کړي. د خلکو عوایدو کچه به هم لوړه شي او د دایمي پرمختګ لپاره به اقتصاد اماده شي.»
ځینې بیا وايي، وګړو ته د کار زمینه برابرول کولای شي،چې افغانستان له اقتصادي ستونزو وژغوري .
دوی په دې باور دي، که د افغانستان کانونه په سمه توګه وکیندل شي،خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او همدا راز کورني عواید به هم ورسره لوړ شي او اقتصادي پرمختګ سره به مرسته وکړي.
اقتصاد پوه رحیم الله مرجان وايي:« څو لارې دي،چې موږ کولای شو، پرمټ یې خپل اقتصاد پر پښو ودرو. ټول افغان وګړو ته دې د کار زمینه برابره شي، د معادنو په استخراج سره خلکو ته د کار زمینه برابریږي او ورسره کورني عواید هم لوړ ځي،چې په اقتصادي پرمختګ مثبت اغیز لري.»
ګڼ افغانان چې له کمزوري اقتصاد او فقر کړېږي وايي، له هغې وروسته چې پر افغانستان نړیوال بندیزونه لګیدلي او سوداګري زیانمنه شوې، ورسره سم د بیکارۍ کچه هم لوړه شوې،چې له کبله یې د خلکو عواید راټیټ شوي دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی منصور نیکمل وايي:« د اګسټ د ۱۵ له تحولاتو راوستو بیکاري زیاته شوې،عواید کم شوي، په سلګونه زره کسان بیکاره دي. واړه او لوی تجارتونه هم له خنډ سره مخ دي. د نړیوالو بندیزونه هم جریان لري. دا ټول د دې لامل دي، چې د افغانانو میاشتني عواید راکم شي.»
د نړیوال بانک وروستي راپور له مخې، د افغانستان اقتصادي وده له ۷،۲ څخه ۲،۶ ته راټیټه شوې او ۹۷ سلنه خلک د فقر ترکرښې لاندې ژوند ته ورګرځیدلي دي او له ۲۲ میلیونو زیات افغان وګړي د خوراک له جدي کمیښت سره مخ دي.