Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې د خلکو میاشتني عواید راکم شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/02/21

ملګرو ملتونو اندیښنه ښودلې ده،چې په افغانستان کې اقتصادي حالت ورځ تربلې مخ پر ځوړ یا  رکود دی او د وګړو کلني او میاشتني عواید د پام وړ راکم شوي دي.

په ورته مهال نړیال بانک اعلان کړی دی،چې د افغانستان د بیا روغونې لپاره ځانګړې شوې یو اعشاریه شپږ ملیارده کنګل شوي ډالر به هم ازاد کړي . 

اقتصاد پوهان بیا له دې وضیعته د وتلو لپاره ځانګړې طرحې لري .

دوي وايي،دغه یو اشاریه شپږ ملیارده ډالر چې اوس د بشري مرستو لپاره له کنګل اېستل شوي،باید پر تولیدي اقتصاد ولګول شي.

 اقتصاد پوهان وايي، د تولیدي اقتصاد وده کولای شي،ملي عواید زیات، د خلکو اقتصاد پياوړی او د اوږد مهال لپاره هېواد په خپل ځان بسیا کړي.

اقتصاد پوه نورالله عزیز عزیز وايي:« غوره  لاره  یې داده،چې دغه مرستې او پیسې چې افغانستان ته راځي، پر  تولیدي اقتصاد مصرف شي، پر تولید اقتصادي مصرف نه یوازې دا چې د خلکو ژوند به ورسره ښه شي،بلکې پرځان به مو بسیا کړي. د خلکو  عوایدو کچه به هم لوړه شي او د دایمي پرمختګ لپاره به اقتصاد اماده شي.» 

ځینې بیا وايي، وګړو ته د کار زمینه برابرول کولای شي،چې افغانستان له اقتصادي ستونزو وژغوري .

دوی په دې باور دي، که د افغانستان کانونه په سمه توګه وکیندل شي،خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او همدا راز کورني عواید به هم ورسره لوړ شي او اقتصادي پرمختګ سره به مرسته وکړي.

اقتصاد پوه رحیم الله مرجان وايي:« څو لارې دي،چې موږ کولای شو، پرمټ یې خپل اقتصاد پر پښو ودرو. ټول افغان وګړو ته دې د کار زمینه برابره شي، د معادنو په استخراج سره خلکو ته د کار زمینه برابریږي او ورسره کورني عواید هم لوړ ځي،چې په اقتصادي پرمختګ مثبت اغیز لري.» 

ګڼ افغانان چې له کمزوري اقتصاد او فقر کړېږي وايي، له هغې وروسته چې پر افغانستان نړیوال بندیزونه لګیدلي او سوداګري زیانمنه شوې، ورسره سم د بیکارۍ کچه هم لوړه شوې،چې له کبله یې د خلکو عواید راټیټ شوي دي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی منصور نیکمل وايي:« د اګسټ د ۱۵  له تحولاتو راوستو بیکاري زیاته شوې،عواید کم شوي، په سلګونه زره کسان بیکاره دي. واړه او لوی تجارتونه هم له خنډ سره مخ دي. د نړیوالو بندیزونه هم جریان  لري. دا ټول د دې لامل دي، چې د افغانانو میاشتني عواید راکم شي.»  

د نړیوال بانک وروستي راپور له مخې، د افغانستان اقتصادي وده له ۷،۲ څخه ۲،۶ ته راټیټه شوې او ۹۷ سلنه خلک د فقر ترکرښې لاندې ژوند ته ورګرځیدلي دي او له ۲۲  میلیونو زیات افغان وګړي د خوراک له جدي کمیښت سره مخ دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

دره میان بند به د راتلونکي کال له باراني موسم وړاندې بشپړ شي
افغانستان

دره میان بند به د راتلونکي کال له باراني موسم وړاندې بشپړ شي

جولای 16, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

دره میان بند به د راتلونکي کال له باراني موسم وړاندې بشپړ شي

دره میان بند به د راتلونکي کال له باراني موسم وړاندې بشپړ شي

جولای 16, 2026
افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist