Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بدخشان او سرپل ټیمونه د وزلوبې اووم پړاو پایلوبې ته ووتل

بدخشان او سرپل ټیمونه د وزلوبې اووم پړاو پایلوبې ته ووتل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/22

پلازمېنه کې د وزلوبې(بزکشي) لیګ د اووم پړاو په نیمه پایله کې د بدخشان ټیم بغلان او د سرپل ټیم کندز ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووتل.

د بغلان او بدخشان وزلوبې لوبډلو ترمنځ لومړۍ نیمه پایله لوبه کې د بغلان لوبډلې د لوبې ترپایه یوازې د یوه امتیاز په اخیستو بریالی کېږي او بدخشان لوبډله بیا د بغلان پر وړاندې درې ځلې خوسکی د حلال یا د نومرو اخیستو دایرې ته رسوي.

د بغلان د وزلوبې فډراسیون مرستيال محمد نعیم احمدزی وايي: « دا زموږ د کابل ټیم یو اتل او قهرمان آس دی، خو تاسو وینی چې دا آس ټپي شوی او ښکاري چې په چاړه وهل شوی؛ دا کار باید نه وای شوی او پوښتنه یې باید وشي. موږ له همدې امله لوبه وبایلله.»

د بدخشان د وزلوبې فډراسیون ریيس ملا حیدر حيدري وايي: « زموږ د نن ورځې بریا یوازینی لامل زموږ د لوبغاړو ښه کارکردګي وه. دوی په لوبه کې ښه اتفاق او ابتکارونه لرل.»

د کندز او سرپل لوبډلو ترمنځ دویمه نیمه پای لوبه یا سیمي فاینل ترسره شو. په دې لوبه کې د سرپل لوبډلې د کندز لوبډلې پر وړاندې ۹ نمرې ترلاسه کړې او د کندز لوبغاړو یوازې دوه ځلې اورغومی په ټاکل شې حلال دایر کې واچوه چې له دې سره سرپل کندز ته ماتې ورکوي او پای لوبې ته ځي.

د سرپل د وزلوبې فډراسیون مرستيال محمد پهلوان وايي: « زموږ د کندز ولایت آسونه څه ناڅه کمزوي وو، خو د سرپل ولایت آسونه ډېر قوي وو او له همدې امله مو لوبه بایلوده.»

د کندز د وزلوبې فډراسیون رییس نقیب الله ناصري وايي: « موږ فاینل ته لاره پيدا کړه، زموږ پهلوانان او آسونه دواړه قوي دي، هیله لرم د اتلولۍ جام هم وګټو.»

زرګونه نندارچیان له بېلا بېلو ولایتونو له کندهار نیولې تر بدخشانه د وزلوبې لیدو لپاره پلازمېنې کابل ته راغلي. دوی وايي، خوښ دي چې په هېواد کې دا ډول سترې سیالۍ ترسره کېږي او دوی یې له لیدو خوند اخلي.

د وزلوبې نندارچي محمد ولي جانان وايي: « موږ له کندهاره د دې لوبې لیدو ته راغلي یو. ښه لوبه او ښه خوند یې وکړ. خدای دې وکړي چې تل همداسې خوشالۍ ولرو.»

نندارچي سمېع الله وايي: « وزلوبه ډېره جالبه او د لیدو وړ لوبه ده. دا ځل داسې لوبې وشوې چې په تېرو اوو دورو کې نه وې شوې.»

نندارچي ملک شینواری وايي: « موږ له لوبو ډېر خوند واخیست. ښه امنیت دی او ټول خلک په یوه میدان کې راټول دي. دا زموږ د ملت د اتفاق ښکارندويي کوي.»

ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ د بدخشان او سرپل لوبډلو ترمنځ د افغانستان وزلوبې لیګ اووم پړاو پای لوبه ترسره شي. هره لوبډله چې کټوونکې وي، نو د اتلولۍ جام به ورکول کېږي، خو هېره دې نه وي چې د کندز او بغلان لوبډلې چې په نیمه پایله لوبه کې له ليګ بهر شوې، د درېیم مقام پر سر به له پای لوبې وړاندې له یو بل سره ولوبېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist