د ایراني او افغان پانګوالو ترمنځ د پلاسټیکي کڅوړو تولیدي کارخونې جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک شو. د دې هوکړه لیک له مخې به د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره په مزار شریف کې د کارخونې فعالیت پیل شي او په میاشتني ډول به د ۱۰۰۰ ټنه بېلابېلو پلاسټیکي کڅوړو د تولید ظرفیت ولري.
ایرانی پانګوال د افغانستان بلخ کې د پانګونې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو لا ټینګښت او د تولیداتو وده بولي.
افغان سوداګر هېواد کې له بهرنيو سوداګرو سره په ګډه پانګونه ویاړ بولي وایي، له دې سره به زیاتره سوداګرافغانستان کې پانګونې ته لېواله شي.
ایرانی پانګوال ایمان امیر وايي: « موږ پنځه میلیون ډالره پانګونه کوو، ترڅو وکولی شو لږترلږه په هر میاشت کې ۱۰۰۰ ټنه پلاسټکي توکي او د خوراکي توکو د بسته بندۍ وسایل تولید کړو.»
افغان پانګوال شکور قناعت بخش وايي: « د دې قرارداد له مخې به د پلاسټیک او بسته بندۍ د چاپ فابریکه جوړه شي. دا کارخانه به د مزارشریف په ګورمار سیمه کې جوړه شي او تر څلورو میاشتو به یې د تولید چارې پیل شي.»
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې تازه ټاکل شوی رییس وايي، افغانستان کې د پانګونې هر ډول شرایط برابر شوي او بهر کې مېشت افغان پانګوال هم باید خپل هېواد کې پانګونې ته راشي.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد ابراهیم غضنفر وايي: « د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونه دېته چمتو دی چې هر پانګونه اچوونکي تجار ته زمینه برابره کړي او ترې ملاتړ وکړي.»
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې فرهنګي مرستیال مصطفی مومند وايي: « افغانستان کې اوس ډېرې اقتصادي سرچینې غیر فعاله دي. اوس چې شرایط برابر شوي، کورني او بهرني سوداګر او پانګوال هڅه کوي افغانستان کې پانګونه وکړي.»
په ورته مهال، د بلخ صنعت او سوداګرۍ رییس وایي، وروستیو کالونو کې د افغان سوداګرو ترڅنګ ګڼو بهرنیو هغو ته هم د کار جوازونه ورکړل شوي دي.
د بلخ صنعت او سوداګرۍ رییس امیر محمد متقي وايي: « په بلخ کې ډېرو کورنیو او بهرنیو پانګوالو پانګونې ته زړه ښه کړی. موږ په تېرو درېیو کالو کې تر ۲۰ پورې د ګډې پانګونې جوازونه صادر کړي او اکثریتو یې خپل فعالیتونه هم پيل کړي دي.»
په ټوله کې باور دا دی چې دا ډول پانګونې نه یوازې په کور دننه د کارموندنې زمینه برابروي بلکې د کورني تولید د پیاوړتیا او له بهرنیو وارداتو د هېواد ژغورل کېدو لامل هم کېږي.