Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډله میانمار ته روانه شوه

د تنکیو ځوانانو فوټبال ملي لوبډله میانمار ته روانه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

له ۱۷کالو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام مقدماتي سیالیو کې د ګډون په موخه میانمار ته لاړه.

د افغانستان فوټبال فډراسیون مسوولین وایي، لوبغاړو په بشپړ ډول یادو سیالیو ته چمتوالی نیولی او په خبره یې، ډک لاسونه به هېواد ته راستنېږي.

د فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر وايي: « دغو سیالو ته یو ښه چمتو شوی ټیم لرو. دا لوبې د اسیايي هېوادونو د ځوانانو ترمنځ دي او موږ د عمان، سوریې، میانمار او نیپال له ټیمونو سره مخامخ یو.»

د فوټبال فډراسیون مرستیال احمد جان ځدراڼ وايي: « همدا تاسو[لوبغاړي] یاست چې د افغانستان لپاره به ویاړونه راوړئ، موږ تمه لرو چې تاسو به هم د نورو لوبډلو په څېر ډک لاسونه هېواد ته راستانه شئ.»

د المپیک ملي کمیټې چارواکي بیا ډاډ ورکوي چې د تېر په څېر به په بېلابېلو برخو کې د لوبغاړو ملاتړ کوي. د دې کمېټې مشر احمدالله وثیق وایي، لوبغاړي د افغانستان اوسني وضیعت په اړه نړۍ ته ښه انځور وړاندې کولی شي.

د المپیک ملي کمیټې رییس احمدالله وثیق زیاتوي: « زموږ د بدني روزنې عمومي ریاست او فوټبال فډراسیون په ګډه ستاسو ملاتړ کوو. همدارنګه د افغانستان ټول ولس تاسو ته سترګې په لار دی چې په لوړ مورال او پوره همغږۍ لاړ شئ او افغانستان ته ویاړ راوړئ.»

بله ‌خوا، د افغان لوبډلې روزونکي یادو سیالیو ته د خپلې بشپړې تیارۍ ډاډ ورکوي، خو ترڅنګ یې له خلکو د لوبغاړو د ملاتړ او لاسنیوي غوښتنه کوي.

له ۱۷کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکی وايي: « په دې ټیم کې د افغانستان تر ټولو غوره لوبغاړي راټول شوي، اړین تمرینونه ورکړل شوي او تمه لرو چې د سیالیو بل پړاو ته لاره پيدا کړو.»

له ۱۷کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې مرستیال روزونکی وايي: « موږ ژمنه کوو چې د افغانستان ښه استازیتوب وکړو. هلته موږ د کابل، کندهار او هرات په نومونو نه پېژني بلکې ټول د افغانستان په نامه یادېږو. زموږ لیدلوری دا دی چې د افغانستان په نوم قهرباني وګټو.»        

له ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبغاړي هم وایي، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې یې د فوټبال فډارسیون له لوري د چمتوالي کمپونه بشپړ کړي. لوبغاړي وروستیو کې د خلکو له لوري په لوړه کچه له ۱۷کلونو کم‌عمره فوټسال لوبډلې د اتلولۍ هڅونه او ملاتړ بې ‌مخینې یادوي او په خبره یې، د لوړې کچې دې ملاتړ دوی ته هم د ځانګړې ملي جذبې حس ورکړی.

د ځوانانو فوټبال لوبډلې یو تن لوبغاړی وايي: « درې میاشتې کېږي چې د دې سیالیو لپاره مو تمرینونه لیدلي او له ملت سره ژمنه کوو چې بل پړاو ته به ورځو.»

د دې لوبډلې یو بل لوبغاړی وايي: « موږ دغو لوبو ته بشپړ چمتوالی لرو او که خدای کول، خپل خلک به نه ناهیلي کوو.»

یو بل لوبغاړی وايي: « د فوټسال لوبډلې پراخ هرکلي موږ ته ډېره انګیزه راکړه او موږ هم له خپلې خوا هڅه کوو چې موږ هم افغانستان ته قهرماني راوړو.»

افغان لوبډله د اسیايي جام مقدماتي سیالیو کې له میانمار، سوریې، نیپال اوعمان سره په جي ګروپ کې یو ځای سیالۍ لري چې لومړۍ لوبه به ۱۲ورځې وروسته له کوربه میانمار سره د دې هېواد په یانګون لوبغالې کې ترسره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist