Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د ننګرهار په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/13

ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د زندانونو چارو سمون ادارې او والیبال فډراسیون له لوري د دې ولایت په مرکزي زندان کې د والیبال پيل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان او کابل ولایتونو د زندانونو له لوبډلو سربېره، د جلال اباد ښار او ولسوالیو د والیبال مشهورو کلپونو او لوبډلو برخه اخیستې وه چې موخه یې زندانیانو ته د سالمو بوختیا برابرول وو.

د ننګرهار مرکزي زندان رییس مولوي سهیل سعید وايي: « د والیبال له دې لوبو څخه موخه د بندیانو لپاره تفرېح او له اندېښنو څخه راګرځونه ده. د دا ډول پروګرامونو له لارې بندیانو ته د تفرېح موقع برابرېږي او سپورټ هم کوي.»

د والیبال د دې ټورنمېنټ پای لوبې ته د سهیل سعید او شګې لوبډلو لاره پیدا کړې وه چې په وروستۍ لوبه کې سهیل سعید لوبډلې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پای لوبې اتلولي یې خپله کړه.

د ننګرهار مرکزي زندان رییس په دې اړه وايي: « د دې لوبو ګټونکي ته لس زره افغانۍ جایزه په پام کې نیول شوې او د فاینل بایلونکي ته به ۵ زره افغانۍ ورکړل شي. همدارنګه جامې او نورې ډالۍ هم په پام کې نیول شوې.»

د والیبال د دې ټورنمېنټ لوبغاړي وایي، د دا ډول تفریحي پروګرامونو ترسره کول د رواني ناروغیو سره د مبارزې غوره لار ده او پر دوام او پراختیا یې ټینګار کوي.

د والیبال لوبغاړی شفق الله وايي: « دا ټورنمېنټ د زندانیانو د ذهني آرامۍ لپاره جوړ شوی او د زندانیانو د خوشالۍ لپاره یوه وسیله ده.»

د والیبال ستوری وايي: « موږ د محبس له چارواکو غوښتنه کوو چې دا ډول نورې لوبې هم په لاره واچوي، ترڅو دوی ته تفرېح برابره او د نشه يي توکو له کارولو مخنیوی وشي.»

د یادونې وړ ده چې اوسمهال د ننګرهار په زندان کې د ورزشي پروګرامونو تر څنګ د حرفوي او دیني زده کړو مرکزونه هم فعاله دي چې زندانیانو ته په کې روزنه ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه
لوبې

خوست کې د ۳۰ سیمه ییزو لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سیالیو پایلوبه ترسره شوه

اگست 30, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist