Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې زرګونه کسانو د فوټسال تنکيو ځوانانو ملي لوبډلې هرکلى وکړ

خوست کې زرګونه کسانو د فوټسال تنکيو ځوانانو ملي لوبډلې هرکلى وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/06

د پکتیا او خوست ولایت زرګونه خلکو او چارواکو د فوټسال له ۱۷ کالو کم عمره لوبډلې د اتلولۍ ستايلو په موخه، اتلو لوبغاړو ته ګلان ورکړل.

د هرکلي ګډونوال وايي،ورزش تل افغانان په يوه ټغر راټول کړي او د واحد ملت په توګه يې هېڅوک پر قومونو نه شي وېشلی.

د خوست اوسېدونکی شاهین الله شاهین وايي: « موږ له دغو لوبغاړو مننه وکړه، ځکه دوی هېواد ته خوشالي راوړې وه. افغانستان د ټولو کور دی او په هره لوبډله کې څومره لوبغاړي دي، دا د افغانستان لوبغاړي دي او حق یې دی چې د هېواد په هره څنډه کې ونازول شي.»

د خوست بل اوسېدونکی رحمت الله مخلص وايي: « موږ ته قوم، ژبه، سمت او نژاد مهم نه دي بلکې د افغانستان د افتخار او ویاړ لپاره د هر قوم تقدیر او ستاینه کوو.»

اخوا د فوټسال تنکيو ځوانانو ملي لوبډلې غړي وايي، د ولس دا ډول ملاتړ به يې په راتلونکي کې نورې اتلولۍ هم يقيني کړي.

د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړی قیس میاخېل وايي: « د خوست له خلکو مننه کوم چې زموږ یې تود هرکلی وکړ، زموږ قهرماني د ټولو لپاره وه او ټولو ته مبارکي وایم.»

د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړی معراج عزیزي وايي: « د خدای شکر د موږ وکولی شول چې د اتلولۍ مډال افغانستان ته راوړو او ثابته مو کړه چې موږ په هره برخه کې بریاوې لرو.»

د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نعیم رحمت زاده وايي: « د ښکلي خوست له ښایسته خلکو او چارواکو ځانګړې مننه کوم، موږ ته یې ډېر قدر راکړ. له ټولو ځوانانو غوښتنه کوم چې هڅه وکړي له هر ډګر د افغانستان لپاره بریاوې راوړي.»

د افغانستان د فوټسال له ۱۷ کالو کم عمره لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه ۱۰ د ۲ په مقابل کې له ازبېکستان وګټله. دویمه لوبه یې له کوربه بحرین ۷ پر صفر وګټله. درېیمه لوبه کې یې چین ته څلور پر ۱ ماتې ورکړه. په څلورمه لوبه کې چې نیمه پایلوبه هم وه، په لوی توپیر ۹ ګولونه د یو ګول په بدل کې د ټایلنډ په وړاندې بریا ترلاسه کړه او په پایلوبه کې یې هم د ایران ټیم دوه پر یو ګولونه مات کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي
لوبې

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

جون 28, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist