Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګاني فرهنګیان: د ملي یووالي لپاره د ژبو او قومونو ترمنځ تعادل مهم دی

سمنګاني فرهنګیان: د ملي یووالي لپاره د ژبو او قومونو ترمنځ تعادل مهم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/26

افغانستان پر ګڼو قومونو او پرګنو سربېره ګڼې محلي ژبې هم لري چې د هېواد ملي فرهنګ په بډاینې کې مهم رول لري.
تازه د سمنګانو په مرکز ایبک ښار کې د ازبېکي ژبې د نمانځنې مراسم ترسره شول چې دینې عالمانو، فرهنګیانو او سیمه ییزو مسوولینو په کې برخه اخیستې وه.
د دې مراسمو ګډونوال او مسوولین د ملي یووالي لپاره د هرې ژبې او قومونو پر ارزښتونو ټینګار کوي او زیاتوي چې ټولو ژبو او قومونو ته درناوی د ملي یووالي بنسټ دی.
د مراسمو جوړونکی عبدالبصیر فرقاني وايي: « زموږ موخه اتحاد او همستګي ده. موږ د افغانستان قومونه که اتحاد ولرو، زموږ د ملت لپاره همدا بریالیتوب کېدای شي.»

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ آمر عبدالخلیل جاوید وايي: « کوم قومونه چې په افغانستان کې ژوند کوي، سره وروڼه دي او په هر څه کې مساوي حق لري.»

په ورته مهال، د مراسمو یو شمېر ګډونوال او فرهنګیان په مورنۍ ژبه زده کړې د زده کوونکي مسلم حق بولي او وايي، په دې برخه کې پر ازبېکي ژبه د کتابونو له کمښت سره مخ دي. دوی په دې ژبه د کتابونو چاپولو او ښوونځیو کې د وېشلو غوښتنه کوي.

فرهنګ پوه عنایت الله یاسیني وايي: « دوی د قرآن، حدیث او ساینس له پلوه حق لري چې ماشومان یې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي. دا ښه خبره ده چې دا مهال د افغانستان په پوهنتونونو کې د ازبېکې ژبې څانګې شته دي، خو بسنه نه کوي. زموږ غوښتنه دا ده چې د ازبېکې ژبې چاپ او تدریس ته جدي پاملرنه وشي.»

د نمانځغونډې ګډونوال سفر محمد وايي: « تر ټولو مهمه دا ده چې په خپله ژبه چاپ شوي کتابونه ولرو. موږ له چارواکو غوښتنه کوو چې د ازبېکي ژبې کتابونه په لوړ کیفیت چاپ او تر زده کوونکو ورسوي.»

د ازبېکي ژبې نمانځغونډې یوه څنډه کې د ازبېکي ژبې ډبرلیکونه، لاسي صنایع، جامې، دودیز خواړه او ورته نور توکي نندارې ته اېښودل شوي، ترڅو خلک د دې ژبې ګړېدونکو خلکو له فرهنګ سره وپېژني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist