Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مبصرین: د بنګله دېش پر وړاندې پرله پسې ماتو لامل د لوبغاړو ناسمې لوبې وي

مبصرین: د بنګله دېش پر وړاندې پرله پسې ماتو لامل د لوبغاړو ناسمې لوبې وي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/07

د کرېکټ په شل اوریز اسیا کپ سیالیو کې د بنګله دېش او سريلنکا پر وړاندې له سختو ماتو وروسته، افغان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کې هم بایلوده.

دغه لوبلړۍ چې د روانې اکټوبر میاشتې په دویمه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان کرېکټ بورډ په کوربه توب پیل شوې وه، افغان لوبډلې په کې خپلې درې واړه لوبې په یو اړخیزه توګه پر بنګله دېش وبایللې.

افغان کرېکټ بورډ وايي، ځینې مهم توب اچوونکي د ټپونو درلودو له امله په ټیم کې نه و شامل کړای شوي، خو په دې لوبلړۍ کې توب وهونکو هم چندان توره ونه کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « تاسو ولیدل چې زموږ د توپ وهنې برخه او په ځانګړې توګه ټاپ آرډر هغسې ونه لوبېدل چې اړتیا وه او موږ ونه شو کولی په دې سیالو کې بنګله دېش ته ښه هدفونه وټاکو. په دویم ګام کې زموږ تېز توپ اچوونکي چې تل یې په شل اوریزو لوبو کې د لوبډلې لپاره ښه توپ اچونه کړې، لکه نوین الحق او فضل حق، په دې سیالیو کې نه وو او موږ تمه لرو چې ژر ترژره بېرته لوبډلې ته را ستانه شي.»

د کرېکټ لوبې نړیوال مبصرین بیا وايي، له پاکستان او متحده عربي امارتو سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې له ماتې او په اسیا جام کې د بنګله دېش او سریلنکا لوبډلو په لاس له ماتو وروسته، افغان لوبډلې د لوبو ګټنې احساس له لاسه ورکړ.

احمد فرهاد فدايي چې په نړیواله کچه د افغانستان کرېکټ پر لوبو تبصرې کوي په دې اړه زیاتوي، له بنګله دېش سره د شل اورونو په دې سریز کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې په ټولو برخو کې د بنګالۍ لوبډلې په پرتله کمزورې کارکردګي وښوده چې له امله یې کلین سویپ شوه.

احمد فرهاد فدايي وايي: « د لوبو بایللو په اړه ډېرو ټکو ته اشاره کولی شو؛ لومړی دا چې افغانستان له درې اړخیزې لوبلړۍ او اسیا کپ را وروسته خپل مومنټم نه دی پیدا کړی، هیله دا وه چې له تېر ماتو وروسته به افغانستان ښه کم بک وکړي، خو داسې ونه شول. د هر ټیم ډېره اتکا په پیلیزو توپ وهونکو وي، خو زموږ دغو لوبغاړو دومره منډې ونه کړي چې د ټیم لپاره یې قوي هدف جوړ کړی وای او زموږ توپ اچوونکي ترې دفاع کړې وای. همدارنګه زموږ په توپ اچونه او توپ اچوونکو کې هم ستونزې وې.»

په ټوله کې د کرېکټ پوهانو باور دا دی چې په وروستیو شل اوریزو لوبو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ناسم مدیریت او په لوبو کې ښه نه لوبېدل د دې لامل شوي چې افغانستان د شل اورونو په نړیوال کرېکټ کې پرله پسې ماتې وخوري.

د کرېکټ لوبې څارونکي دغه راز وايي، په کار ده چې د لوبډلې لپاره د لوبغاړو انتخاب له لوبغاړو او کپټان څخه واخیستل شي او راتلونکي نړیوال شل اوریز جام لپاره داسې لوبډله چمتو شي چې افغان ټیم یې له پلوه مشهور دی.

د کرېکټ څارونکی عبدالمالک شینواری وايي: « له پاکستان سره درې اړخیزې لوبلړۍ څخه نیولې تر بنګله دېش پورې ټولو لوبو کې ښه مدیریت او پلان جوړونه ونه شول. زه فکر کوم زموږ توپوهنه په بشپړه توګه ناکامه ده، له اوپننګ نیولې تر پایه هېڅ یوه لوبغاړي ښه توپوهنه ونه کړه. لوبغاړو غلط شاټونه ووهل او سټرایک یې ښه بدل نه کړ.»

د افغانستان کرېکټ بورډ بیا وايي، د بنګله دېش پر وړاندې د شل اورونو په دې سریز کې یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړل شو خو، کرېکټ کې ګټل او بایلل دواړه وي او د بنګالي لوبغاړو په لاس ماته شوې افغان لوبډله هماغه ټیم دی چې تېر شل اوریز نړیوال جام کې نیمه پای لوبې ته ووته.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « په دې لوبو کې نویو ځوانانو ته هم چانس ورکړل شو، زموږ هڅه دا وي چې په هر سریز کې دوو درېیو ځوانانو ته چانس ورکړو؛ خو دا کرېکټ دی او په دې ماتې او بریاو وې وي. دا هماغه لوبډله ده چې تېر کال یې افغانستان د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورساوه؛ موږ باور لرو چې لوبډله به بېرته ښه راتګ کوي او خپلې نیمګړتیاوې به پوره کوي.»

په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله بوخت مهال وېش لري. له بنګله دېش وروسته به افغان ټیم زیمبابوې ته ځي او له هغې وروسته به پاکستان ته د شل اورونو درې اړخیزه لوبلړۍ ولوبوي چې سریلنکا به هم په کې شامله وي. ورپسې به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام کې چې ټاکل شوې په هند او سريلنکا کې ترسره شي، هم ګډون ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist