Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په کاپیسا کې د تور جلغوزي کلنی کلتوري فېسټیوال ترسره شو

په کاپیسا کې د تور جلغوزي کلنی کلتوري فېسټیوال ترسره شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/05

د جلغوزیو کلنی فېسټیوال چې د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ‌خوا د یوه رسمي فرهنګي جشن په توګه ثبت شوی، د نجراب ولسوالۍ په غورث دره کې یې کلنی فېسټیوال یا جنشنواره جوړه شوه.

په دې جشنواره کې د نجراب یو شمېر اوسېدونکو د تورجلغوزي د ونو پرېکولو په اړه اندېښنه وښوده او یې وویل چې دا کار د دې ونو شمېر ورځ تر بلې کموي.

دوی له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د ونو پرېکولو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او همداراز د جلغوزي د محصولاتو لپاره په نړیوالو بازارونو کې د خرڅلاو زمینه برابره کړي.

د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرازق وايي: « غوښتنه کوو چې د کاپیسا ولایت د جلغوزو محصولاتو د پلورنې په اړه جګ پوړي چارواکي لاس په کار شي، ترڅو خلکو ته یې ګټه ورسېږي.»

د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالفتاح وايي: « د وخت او زمان د مشرانو د بې احتیاطۍ او نه پاملرنې له امله، د جلغوزیو ونې له ریښې و ایستل شوې، پرې شوې او ساتنې ته یې پاملرنه ونه شوه. موږ له دوی ګیله لرو چې ولې یې دغه ګران بیه محصول ونه ساته.»

په ورته مهال، د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس کریم ‌الله وثیق وايي، د دې جشنوارې هدف له خلکو سره همکاري او د جلغوزي د محصولاتو لپاره د بازار موندنې زمینه برابرول دي. نوموړي له خلکو وغوښتل چې د دې ونو له بې ‌رویې پرېکولو ډډه وکړي.

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس کریم ‌الله وثیق وايي: « موخه همدا ده چې موږ څنګه کولی شو د دې محصول لپاره بازار موندنه وکړو. څنګه کولی شو په ملي او نړیوالو بازارونو کې یې ځای وساتو او څنګه کولی شو د ملي او نړیوالو سوداګرو پښه تر دې ښایسته درو پورې را کش کړو.»

د کاپیسا ولایت د شاعرانو او لیکوالانو انجمن رییس محمد اکرم خاموش وايي: « دا د افغانستان اسلامي امارت دنده ده چې د جلغوزیو سوداګرۍ په پراختیا کې فعاله ونډه واخلي او د نجراب خلک د دې محصول له ګټو برخمن کړي.»  

د نجراب ولسوالۍ د کرنې مدیریت په وینا، په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ۱۰.۵ زره هکټاره د جلغوزي باغونه شته او تر دې دمه ۱۵ زره نوي نیالګي باغدارانو ته وېشل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي
فرهنگ او هنر

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي

جنوري 28, 2026
هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

جنوري 18, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

جنوري 14, 2026
د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو

جنوري 7, 2026
خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي

دسمبر 31, 2025
د ختیځ زون موزیم کې د لرغونو آثارو درې بعدي کولو پروسه پيل شوه
فرهنگ او هنر

د ختیځ زون موزیم کې د لرغونو آثارو درې بعدي کولو پروسه پيل شوه

دسمبر 31, 2025

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist