Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د لاسي غالیو اوبدلو صنعت د ورکې له خطر سره مخ دی

هرات کې د لاسي غالیو اوبدلو صنعت د ورکې له خطر سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/21

له ماشومتوبه د تارونو او رنګونو نړۍ کې ډوب شوی، پنځه څلوېښت کاله یې د غالۍ اوبدلو هنر ژوندی ساتلی او په خبره یې، دې برخه کې يې  نږدې ۱۰۰۰ کسان روزلي دي؛ خو نن د غالیو بازار د کمرنګ کېدو له امله د خپل عمر اوږدې مبارزې د پرېښودو په حال کې دی.

علي احمد له  ۱۲ کلنۍ راهیسې دا هنر تر اوسه ژوندی ساتلی مګر د وختونو بدلون دا هنر له سختو ازموینو سره مخ کړی. 

د ماشیني غالیو زیاتوالی، د بهرنیو تولیداتو ارزانه سیالي او له دې صنعت سره د پېرونکو کمه علاقه د لاسي غالیو  بازار ورځ تر بلې کمرنګه کړی.

غالۍ اوبدونکی علي احمد وايي: « له ۴۵ کالو راهیسې په غالیو اوبدلو لګیا یم. زموږ په سیمه کې تر ۵۰ سرایونه وو چې په کې غالۍ اوبدل کېدې، خو اوس داسې یو حال راغلی چې نه څوک غالۍ اوبي او نه یې څوک اخلي. زه خپله هم له نیمې پېړۍ وروسته مجبور شوم چې دا کار نور پرېږدم.»

هرات کې نور غالۍ اوبدونکي او پلورونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي. دوی وایي، په کور دننه د خلکو کمزوري اقتصاد له امله د لاسي غالیو پرځای د ماشیني هغو ګټه اخیستل او د صادراتو برخه کې شته محدودیتونه هغه څه دي چې  دا دودیز صنعت یې کمزوری کړی دی. دوی له حکومت او اړوند ادارو غوښتنه کوي چې نړیوالو نندارتونونو کې ورته د ګډون او صادراتو زمینه زمینه برابره کړي.

غالۍ پلورونکی امېد اکبري وايي: « زه هره ورځ سهار وختي دوکان ته راځم، تاسو باور ورکړئ د ورځې تر پایه څوک د بیه کولو لپاره هم نه راځي. زموږ کسب او تولیدات مړې ګېډې ته اړتیا لري، خو تاسو وینئ چې نن سبا د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او نه شي کولی لاسي غالۍ واخلي، خلک اوس تر ډېره ماشیني غالۍ پېري.»

غالۍ اوبدونکی محمد ابراهیم وايي: « ما ډېر زیات غالۍ اوبدونکي لرل، خو اوس مې اکثریت رخصت کړي، ځکه چې اصلا ً بازار نه شته، څوک د دې غالیو پوښتنه هم نه کوي. ما شاوخوا ۱۲۰ ماشینونه لرل چې اوس مې راټول کړي او یوازې ۱۵ پایې فعال دي، خو د دې تولیدات هم څوک نه اخلي.»

که له یوې خوا هرات کې غالۍ اوبدونکي د لاسي غالیو صنعت کمرنګه کېدو خبر ورکوي، له بلې خوا د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان بیا وایي، روان لمریز کال کې تر اوسه نږدې ۲سوه ۲۹ زره ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ۲۹۹ متر مربع غالۍ اسټرالیا، اتریش او جرمني هېوادونو ته صادرې شوې دي.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه آمر محمد یوسف امین وايي: « په ۱۴۰۴ کال د ۱۵ زره ۹۹ متره مربع وطني غالۍ بهر ته صادرې شوې دي چې ډالري ارزښت یې ۲۲۸ زره ۹۳۹ ډالر کېږي. دا غالۍ اتریش، جرمني او اسټرالیا ته صادرې شوې او د تېر کال په پرتله شاوخوا ۷۳ زره ډالره زیاتوالی ښيي.»

له بلې خوا، د هرات ځایي مسوولان هم د غالیو په ګډون د لاسي صنایعو ملاتړ ډاډ ورکوي او زیاتوي چې هڅه کوي بهرنیو هېوادونو کې لاسي غالیو ته د صادراتو او په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګ او هنر آمر حمیدالله غیاثي وايي: « تاسو پوهېږئ هغه غالۍ اوبدونکي چې هرات ولایت کې په کار او فعالیت بوخت دي، له ډېر هنري ظرافت سره مل هڅه کوي چې مرغوب آثار تولید کړي او موږ تمه لرو چې راتلونکي کې نه یوازې د غالۍ اوبدلو بلکې نورو برخو کې هم د مثبت بدلون او رونق لیدونکي اوسو.»

د مسوولانو د معلوماتو له مخې، که څه هم څو وروستیو کالو کې بهرنیو هېوادونو ته د لاسي غالیو صادرات کم شوي، خو سږ کال د تېر کال ورته مهال په پرتله، د غالیو صادراتو کې ۷۳ زره ۸۹۳ ډالره زیاتوالی راغلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات جامع جومات د پارک بیارغولو چارې بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د هرات لوی جامع جومات بیارغنیزې چاری ۷۰ سلنه بشپړې شوې

اپریل 21, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist