Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د اقلیم بدلون پر وړاندې د ۲۰۰ هېوادونو هوکړه

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/16

 د نړۍ ۲۰۰ هېوادونه د اقلیم بدلون د تړون پلې کولو باندې هوکړه وکړه.

د اقلیم بدلون دغه هوکړه د نړۍ لویو اقتصادونو په ګډون امریکا هم لاسلیک کړې چې له ۲۰۲۰ کال وروسته به پلې شي.

د غونډې ګډونوالو هوکړه کړې چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې به د دای اکساید ګاز کچه ۵۵ سلنه راکمه کړي.

د نړۍ شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازي د پولند کټوېس ښار کې راټول شوي او له دوو اونیو خبرو او بحثونو وروسته د پاریس د ۲۰۱۵ م کال د اقلیم بدلون د پلې کولو په تړاو هوکړې ته رسېدلي دي.

د دغې غونډې مشر د هوکړې پلې کېدو ته تمه ښودلې او ویلي یې دي چې نړۍ دغې هوکړې ته اړتیا درلوده.

کلیپ، میکایل کورتیکا، د اقلیم د بدلون غونډې مشر، (( څرنګه چې مې د پنجشنبې په شپه وویل، دغه هوکړه په ډېر نازک وضعیت کې ده، موږ ټول اړ یو چې د رسېدلو لپاره هڅې وکړو، موږ ټول مجبور یو چې راتلونکې ته وګورو او د انسانیت لپاره یو قدم مخ پر وړاندې کېږدو))

امریکا چې ګواښ یې کړی و د پاریس د اقلیم بدلون له هوکړې به ووځي، د اقلیم بدلون دغه هوکړه یې لاسلیک کړې ده.

ملګرو ملتونو هم د اقلیم بدلون هوکړه هیله بښوونکې وبلله.

کلیپ، پاترېشیا اسپنسیا، د اقلیم بدلون لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، (( له دغې هوکړې سره سم زه باور لرم چې ټول غړي ژمن دي چې د اقلیم بدلون په تړاو خپلې هڅې ګړندی کړي، دا زموږ دنده ده چې نورې هوکړې هم وکړو او زه په ټولو باور لرم چې په ګډه به وتوانېږو د اقلیم بدلون سره مبارزه وکړو))

د دغې هوکړې له مخې به غړي هېوادونو هڅه کوي چې اقلیم بدلوونکې ګازونو تولید را کم کړي چې د ځمکې له لا ګرمښت څخه مخنیوی وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist