Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست په باک ولسوالۍ کې د کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست په باک ولسوالۍ کې د کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/13

د خوست ولایت په یوه لرې پرته سیمه باک ولسوالۍ کې یوه حیرانوونکې ننداره. د زرګونه مینه والو په شتون کې د کرېکټ وروستۍ لوبې لیدو ته راټول شوي مینه وال چې ښایي دا د سیمه ییز کرېکټ پر کچه بې ساري وي.

یادې سیالۍ چې څو اوونۍ یې دوام وکړ، جوړونکي یې وایي، د دې ولایت له بېلابېلو سیمو په کې۵۰ لوبډلو برخه لرله.

د سیالیو یو تن جوړونکی رحمان ګهیځ وايي: « دا ټورنمنټونه د لرې پرتو سیمو و او عموما ً د سیمه ییز کرېکټ هغه ورک غمي چې په نړیوال کرېکټ کې ورته دروازې سترګې په لاره دي، د هغوی راپیدا کولو لپاره ډېرې مهمې دي. په دې برخه کې موږ له پانګوالو غوښتنه کوو چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او موږ له محلي بال څخه ملي او نړیوال کرېکټ ته لاره پيدا کړو.»

اخوا ځینې لوبغاړي وایي، که اړونده ادارې په اطرافي سیمو کې د ورته سیالیو لپاره منظمې اسانتیاوې رامنځته کړي، دوی باور لري چې د هېواد پر کچه به ګڼ له سترګو پناه استعدادونه را برسېره شي.

د دوی په خبره، لا هم د لوبغالو او منظمو سیالیو په برخه کې ستونزو سره مخ دي چې باید د حل لپاره یې جدي هڅې وشي.

لوبغاړی نعمت متونوال وايي:« له همدې ځایه لوبغاړي راځي او بیا مخکې ځي. که څوک دلته ښه کرېکټ وکړي، هلته به هم ښه کرېکټر ترې جوړ شي. موږ له کرېکټ بورډ او چارواکو غوښتنه کوو چې دې ځوانانو ته کار وکړي او اطرافونو کې لوبغالي جوړ کړي.»

کرېکټ لوبغاړی عرفات عادل وايي: « په لومړي سر کې مو له دولت غوښتنه ده چې دې ډول لرې پرتو سیمو ته او ولسوالو ته ګرونډونه جوړ کړي، ترڅو ځوانان په کې کرېکټ وکړي. له شتمنو خلکو هم غوښتنه کوو چې پر محلي کرېکټ پانګونه وکړي.»

د خوست په باک ولسوالۍ کې د اتلانو جام په نوم د کرېکټ دا سیالۍ چې پای لوبه یې د متون اتفاق او منګل ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په کې متون اتفاق کرېکټ کلب وکولی شول د اتلولۍ په ګټلو سره د همدې سیالیو لپاره ځانګړی شوی موټر د جایزې په توګه ترلاسه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026
پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې
لوبې

پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

مې 19, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې
لوبې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې هند سره د سیالیو لپاره تمرینات پيل کړل
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې هند سره د سیالیو لپاره تمرینات پيل کړل

مې 12, 2026
د کرېکټ نړیوال جام  سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان لوبډلې بري نړیوال حیران کړي
لوبې

کرېکټ بورډ: هڅه کېږي افغان لوبډله له هر پلوه پر پښو ودرول شي

اپریل 13, 2026

وروستي خبرونه

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist