د کرېکټ نړیوالې شورا پرون اعلان وکړ، چې د افغانستان د کرېکټ وضعیت ارزولو لپاره یي یوه څلور کسیزه کاري ډله ټاکلې ده.
د دغې کاري ډلې مشر د کرېکټ نړیوالې شورا یو مسوول عمران خواجه دی او د پاکستان د کرېکټ بورډ مشر رمیز راجا هم د دغې ډلې غړیتوب لري.
دا کاري ډله به د خپل کار راپور په راتلونکو څو میاشتو کې د کرېکټ نړیوالې شورا ته وړاندې کړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا په خپله اعلامیه کې ویلي، د افغانستان کرېکټ ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو د هلکانو او نجونو کرېکټ وده وکړي.
د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي، د دغه کار لپاره تر ټولو اغېزناکه لاره دا ده، چې د خپل غړي افغانستان د هڅو ننګه وکړي او په وینا یې د نوي حکومت سره د اړیکو له لارې دا هدف ترلاسه کېدای شي.